Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
لوګر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري «ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول» په نوم غونډه کې د دغه وزارت مرستیال وویل، ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کول یې لومړيتوب دی.
د بلخ کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي چې له پاکستانه راستنو شوو ۲۵۰ افغان کډوالو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د غور د لوړو زدهکړو له موسسې تازه فارغ شوي ځيني محصلین له حکومته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي څو د خپل مسلک له لارې وکولای شي هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.
هرات کې یو شمېر ځوانان وايي چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی، خو بېکاري اوس هم د ټولنې پر وړاندې یو خنډ ده او دغه ستونزه لامل شوې څو ډېری لوستي ځوانان له هېواده د وتلو په فکر کې واوسي.
بلخ کې یو شمېر معلولینو او ځوانانو د ځوانانو نړۍوالې ورځې په پار د یوې راټولېدنې په ترڅ کې له سرپرست حکومته دوی ته د کاري فرصتونو د برابرېدو غوښتنه وکړه.
د بلخ ولایت یو شمېر معلولین وایي، ډېری معلولین د کار کولو وړتیا لري او حکومت باید ورته کاري فرصتونه برابر کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP