د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد غزني ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له ځوانانو سره ولیدل او په یوه غونډه کې یې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې په یوه پروژه کې ۲۰۰ کسان پر کار ګومارل شوي چې په بدل کې یې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري خوراکي توکي ورکول کېږي.
د لوګر مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو لوستي ځوانان له وزګارتیا شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
د کندهار په ارغنداب کې سلګونه کسان په یو شمېر کرنیزو پروژو کې پر کار بوخت دي چې د چارواکو په وینا، له دغه ګام سره په دې ولسوالۍ کې غلاوې کمې شوې او پر نشو د روږدي کېدو کچه ټیټه شوې ده.
. . .
د زابل د کلات ښاروالۍ مسوولین وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مرسته د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې ۶ زره او ۲۹۵ کسان پر کار ګومارل کېږي.
اټلانټا (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): امریکا وایي، د افغانستان سرپرست حکومت له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګول شوو محدودیتونو اغېزې
د ځينو موسسو استازو ویلي، په موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د دندو ځنډولو پرېکړې د دوی چارې له ستونزو سره مخ کړې او پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست ورته ویلي چې د رامنځته شوو ستونزو په هواري کې به همکاري وکړي.
د نيمروز ولايت يو شمېر اوسېدونکو له سرپرست حکومته غوښتي چې په ملي او نړۍوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډولو پرېکړې په اړه دې له سره غور وکړي او داسې شرایط دې برابر کړي څو مرستندويه موسسې په افغانستان کې خپل فعاليتونه او مرستې بېرته پيل کړي.