ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز ځیني اوسېدونکي په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډولو پر پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه کوي

د نیمروز ځیني اوسېدونکي په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډولو پر پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه کوي

author avatar
3 Jan 2023 - 16:09
د نیمروز ځیني اوسېدونکي په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډولو پر پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه کوي
author avatar
3 Jan 2023 - 16:09

زرنج (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۱): د نيمروز ولايت يو شمېر اوسېدونکو له سرپرست حکومته غوښتي چې په ملي او نړۍوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډولو پرېکړې په اړه دې له سره غور وکړي او داسې شرایط دې برابر کړي څو مرستندويه موسسې په افغانستان کې خپل فعاليتونه او مرستې بېرته پيل کړي.

د يوه راپور له مخې، د مرغومي په لومړیو کې اقتصاد وزارت په يوه مکتوب کې چې د دغه وزارت سرپرست مولوي دين‌محمد حنيف له خوا لاسليک شوى و، اعلان وکړ چې د اسلامي حجاب نه مراعاتولو له امله په کورنيو او بهرنیو نادولتي سازمانونو کې د ښځو کار منع شوی دی.

د حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې ګڼو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.

په ورته وخت کې، ۱۲ هېوادونو او اروپايي ټولنې په غیردولتي بنسټونو کې د ښځو د کار ځنډولو په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت ‎وروستۍ پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دې اړه یې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د زرنج ښار اوسېدونکی حافظ محمد‌رسول تاجک، په هېواد کې د بشري مرستو ځنډېدو او د ځينو نادولتي موسسو د فعاليتونو بندېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي چې د يو شمېر هېوادوالو اقتصادي وضعيت ښه نه دی او بېړنیو بشري مرستو ته اړتيا لري.

هغه زياتوي، په غیردولتي موسسو کې د ‎ښځینه کارکوونکو په ډله کې داسې ښځې هم شته چې د خپلو کورنيو سرپرستي ور له غاړې ده او د کار په له لاسه ورکولو سره يې اقتصادي وضعيت خرابېږي.

نوموړی له سرپرست حکومته غواړي: «حکومت باید د خپلې دې پرېکړې په اړه له سره غور وکړي؛ ځکه د ښځو پر کار له بندیز سره موسسو خپل فعالیتونه درولي چې له یوې خوا ښځې بېکاره شوې او له بل لوري موسسو خپل فعالیتونه درولي دي؛ دا خلکو او هېواد ته اقتصادي زیان اړوي.»

هغه چې د ماين په چاودنه کې يې يوه پښه له لاسه ورکړې، له اقتصادي ستونزو ځورېږي او وايي: «بشري مرستې ډېر غنیمت وې، زموږ يو شمېر ستونزې يې حلولې، زه پخپله معيوبه يم او هیڅ نه شم کولای، یو تنکی ځوان زوی لرم چې پر سړکونو توکي پلوري او په سختۍ سره زموږ د ۷ کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.»

په ورته مهال، د نيمروز ولايت په کنګ ولسوالۍ کې يوه کونډه سکينه سادات له اقتصادي ستونزو شکايت کوي او د يو شمېر غیردولتي موسسو د کار بندېدو په اړه اندېښمنه ​​ده.

د سکینې خاوند درې کاله مخکې د سرطان ناروغۍ له امله وفات شوی او اوس خپله د پنځه کسیزې کورنۍ نفقه راوړونکې ده.

نوموړې په کور کې خیاطي کوي او په هغه پیسو چې له دې لارې یې لاسته راوړي، د کورنۍ لګښتونه پوره کوي خو ځیني وخت بې‌کاره وي.

سکینه بشري مرستو ته په اشارې سره وايي چې دغه مرستې دې او نورو بې‌وزلو کورنیو ته غنیمت دي.

هغه له حکومته غواړي چې د ښځو د کار مخه دې نه نیسي، څو موسسې خپلې مرستې و نه دروي او د  نړۍوالې ټولنې مرستې دوام ولري؛ که نه بې‌وزلې کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

په زرنج ښار کې یوه مدني فعاله شکیبا عبیدي په موسسو کې د ښځو کار بندول هېواد ته یوه لویه ضربه بولي او زیاتوي چې دغه موسسې له کلونو راهیسې ښځو او ماشومانو ته مرستې وړاندې کوي.

نوموړې وایي، په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې په پایله کې ډېرې مېرمنې کونډې شوې دي او ډېری کونډې د خپلو کورنیو نفقه برابرونکې دي؛ ځینو له دوی په دغو موسسو کې کار کاوه، د ځینو موسسو  مرستې کونډو او ماشومانو ته ځانګړې شوې وې او اوس د سرپرست حکومت دغه پرېکړه ډېرې منفي اغېزې لري.

هغه وایي، د نیمروز ولایت ډېر کډوال، بې‌ځایه شوي او معتادین لري چې کورنۍ یې د موسسو مرستو ته اړې دي.

نوموړې هم له سرپرست حکومته پر یادي پرېکړې د بيا غور غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په دې وروستیو کې ویلي، دیني عالمانو هڅې پیل کړې څو ښځو ته له شریعت او افغاني کلتور سره سم په نادولتي موسسو کې د کار لپاره، حل‌لار پیدا کړي.

Visits: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.