ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر لوستي ځوانان: حکومت دې د کار زمینه راته برابره کړي

د لوګر لوستي ځوانان: حکومت دې د کار زمینه راته برابره کړي

author avatar
1 Feb 2023 - 17:19
د لوګر لوستي ځوانان: حکومت دې د کار زمینه راته برابره کړي
author avatar
1 Feb 2023 - 17:19

پل علم (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د لوګر مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو لوستي ځوانان له وزګارتیا شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

د یاد ولایت د مرکز پل علم یوه اوسېدونکي عبدالرووف پژواک خبري اژانس ته  وویل، د خوست ولایت پوهنتون له انجینرۍ پوهنځي فارغ شوی او لسګونه ادارو ته یې د دندې ترلاسه کولو غوښتنلیکونه او سي‌وي‌ ګانې لېږلي دي، خو تر اوسه هیڅ ادارې مثبت ځواب نه دی ورکړی.

هغه زیاته کړه، دولت باید د لوګر ځوانانو ته په خپل ولایت کې په دولتي او غیردولتي ادارو کې د کار کولو زمینه برابره کړي.

د بره‌کي برک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمداسحاق پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه کاله کېږي چې له پوهنتونه فارغ  شوی خو تر اوسه یې هیڅ دولتي او نادولتي اداره کې دنده نه ده موندلې.

نوموړی وایي، په ډېری ادارو کې ګومارنې په شفافه توګه نه ترسره کېږي او ډېر کسان دولتي او نادولتي ادارو ته د اړیکو له لارې جذبېږي.

هغه زیاتوي: «تاسې باور وکړئ، زه  دوه کاله کېږي چې له پوهنتون څخه فارغ شوی یم، دروازه په دورازه ګرځم خو څوک دنده نه راکوي، ځينې دندې اوس په اړیکو ترلاسه کېږي چې زه دغه اړیکې نه لرم، زموږ په سیمه او ولسوالۍ کې د وزګارتیا کچه ډېره لوړه شوې ده.»

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، ولایتي اداره ژمنه ده چې له پوهنتونونو فارغ او وزګارو ځوانانو ته په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار کولو زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه، د پخوا په پرتله په دولتي ادارو کې ګومارنې شفافې شوې دي او لا هم په دې برخه کې هڅه روانه ده چې په دولتي او نادولتي ادارو کې ځوانان د وړتیا له مخې جذب شي.

نوموړی وایي: «د هر نظام مسوولیت دی چې وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي، د لوګر ولایتي اداره هم مسؤولیت لري چې وزګارو کسانو ته دنده ورکړي؛ زما معلومات دا دي چې اوس هم په لوګر ولایت کې هڅه روانه ده چې په دولتي ادارو، مؤسساتو او شرکتونو کې لکه د کانونو په استخراج او د نظام په داخل کې په خالي بستونو وګومارل شي.»

لوګر یوازینی ولایت نه دی چې ډېر ځوانان یې له وزګارتیا شکایت کوي، بلکې د پلازمېنې کابل په ګډون له ډېرو ولایتونو څخه هره ورځ لسګونه ځوانان د وزګارتیا له امله هېواد پرېږدې او بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره پر قاچاقي لارو سفر کوي.

Visits: 88

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.