ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: پر افغان ښځو د کار او زده‌کړو محدودیتونو په اړه به ژر نوې پالیسي اعلان کړو

امریکا: پر افغان ښځو د کار او زده‌کړو محدودیتونو په اړه به ژر نوې پالیسي اعلان کړو

author avatar
6 Jan 2023 - 01:52
امریکا: پر افغان ښځو د کار او زده‌کړو محدودیتونو په اړه به ژر نوې پالیسي اعلان کړو
author avatar
6 Jan 2023 - 01:52

اټلانټا (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): امریکا وایي، د افغانستان سرپرست حکومت له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګول شوو محدودیتونو اغېزې څېړې او ډېر ژر به په دې اړه د سپینې ماڼۍ د نوې پالیسۍ ځیني موارد اعلان شي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د مرغومي په ۱۴مه ناوخته په واشنګټن کې وویل، امریکا د افغانستان په ګډون ټولو هغو ځایونو کې له ښځو څخه ملاتړ ته ژمنه ده چې د دوی حقونه پکې ګواښل کېږي.

هغه زیاته کړه: «له بده‌مرغه په افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه تل د زیاتېدو او ناوړه کېدو په حال کې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواکو څو ځله د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې په نادولتي موسسو کې له کار څخه د ښځو منع کولو او په دولتي او غیردولتي پوهنتونونو کې د دوی د زده‌کړو مخنیوي په اړه خپله پرېکړه بدله کړي او تل د دغه کار د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

بلخوا د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، واشنګټن د داسې «مشخصو عواقبو پر څېړنې بوخت دی چې کېدای شي پر طالبانو وضع شي»، خو په دې اړه یې جزیات وړاندې نه کړل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: «متحده ایالتونه په ټوله نړۍ کې له خپل هم‌نظره شریکانو سره کار کوي څو د مناسبو عواقبو مجموعه طرحه کړي چې له طالبانو څخه زموږ محکومیتونه او د افغانستان د خلکو ملاتړ پکې وي.»

پرایس زیاته کړه، د امریکا سیاسي ځواب به محتاطانه وي، په داسې شکل چې د افغانستان د خلکو بشري وضعیت تر دې زیات له خطر سره مخ نه کړي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بندول، د ښځو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو، حمامونو، تفریحي پارکونو تړل، له محرم پرته د سفر مخنیوی، په پوهنتونونو کې د زده‌کړو او په نادولتي سازمانونو کې د مېرمنو د کار ځنډول هغه عمده محدودیتونه دي چې سرپرست حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، پر افغان مېرمنو وضع کړې دي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې په موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه د ښځو د «عزت او عفت ساتنې» په موخه صادر شوې ده.

Visits: 355

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.