Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان مېلادي کال په تېرو نږدې نهو میاشتو کې د هېواد په کچه ۱۰ زره او ۷۲۲ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۵۸ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۵۵۰ نور بېرته رغېدلي دي.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې تېره مېلادي میاشت د کرونا له امله په نړۍ کې نږدې لس زره کسان مړه شوي دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، په لومړي ځل د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۷۶ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق شو.
د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ چې کرونا ناروغي (کویډ-۱۹) -چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د میلیونونو انسانانو ژوند واخیست- نور یو بېړنی نړۍوال روغتیایي وضعیت نه دی.
د عامې روغتیا وزارت له خوا پر کرونا د اخته کسانو د شمېر په تړاو ورکړل شوي معلومات ښيي چې تېره میلادي میاشت د دغې ناروغۍ مثبتې پېښې د وړمې میاشتې په پرتله دوه برابره ډېرې شوې دي.
افغانستان کې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پېښې مخ پر کمېدو دي، خو بیا هم په دې موده کې د دې ناروغۍ ۹۱۴۵ پېښې ثبت شوې او ۷۶ کسان یې له امله مړه شوي دي.
فیضاباد (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): د بدخشان ځايي سرچينې د دغه ولايت د واخان ولسوالۍ په «پامير كلان» سيمه كې كرونا ته ورته يوې ناروغۍ
د زابل د کرونا روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې د هوا سړېدو او روغتیا ساتنې ته نه پاملرنې له امله په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، که څه هم د کرونا ناروغي کمه شوې، خو اوس هم په ټوله نړۍ کې هره اونۍ شاوخوا لس زره کسان له دې وبا څخه مړه کېږي.
اټلانټا (پژواک، ۹ لیندۍ ۱۴۰۱) : د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۴۶ میلیونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته او څه د
وروسته له هغه چې په چین کې د کرونا ویروس پېښې ډېرې شوې او د حکومت له خوا محدودیتونه ولګول شول، په غبرګون کې یې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراخ لاریونونه پیل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن