Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر مرکز پلعلم ښار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو چې له مخې به یې سل زره میوهلرونکي او غیر مېوهلرونکي نیالګي کېښودل شي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د افغانستان کرنې برخه باید مېکانیزه شي او د قوشتېپې کانال په بشپړیدو سره به افغانستان کې یو بنسټیز کرنیز انقلاب راشي او اسلامي امارت له پنجشېره کابل ته د اوبو انتقال په اړه غور کړی.
فراه کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو ځل بیا پر نشهیي توکو د روږدو کسانو ټولولو کمپاین پيل کړی دی.
سبا د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې له پنځو کلونو کمعمره ماشومانو لپاره د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، سبا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین پيلوي او له خلکو يې غوښتي چې خپل له پنځو کلونو کمعمره ماشومان واکسین کړي.
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته په ترینکوټ ښار کې په لومړي ځل د یوې جوړې شوې کمېټې له لوري د لېوني او کوڅهډبو سپیانو ټولولو او د له منځه وړو کمپاین پیل شو.
خوست کې يوه ډله ځوانان د زدهکوونکو د کتابونو ستونزې هواري په موخه کور په کور ګرځي او له خلکو اضافي کتابونه راټولوي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت سبا (دوشنبه) د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین فرعي کمپاین له پیلېدو خبر ورکوي او له خلکو غواړي چې د دې ناروغۍ د له منځه تلو لپاره خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
د ننګرهار روغتیايي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین پيل شو چې په ترڅ کې به يې ۱،۶ میلیون ماشومان واکسین شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ د څلور ورځني فرعي کمپاین پر مهال به ۷،۶۸ میلیون ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې راټولولو کمپاین پیل شو.
د اروزګان ولایت امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن د غږیزې ککړتیا مخنیوي او د موټرو تورو ښيښو پاکولو کمپاین پيل کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP