ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترینکوټ کې د غږیزې ککړتیا مخنیوي او د موټرو تورو ښيښو پاکولو کمپاین پيل شو

ترینکوټ کې د غږیزې ککړتیا مخنیوي او د موټرو تورو ښيښو پاکولو کمپاین پيل شو

author avatar
7 Nov 2023 - 14:58
ترینکوټ کې د غږیزې ککړتیا مخنیوي او د موټرو تورو ښيښو پاکولو کمپاین پيل شو
author avatar
7 Nov 2023 - 14:58

ترینکوټ (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن د غږیزې ککړتیا مخنیوي او د موټرو تورو ښيښو پاکولو کمپاین پيل کړ.

د اروزګان امنیه قوماندان مولوي محمدرفیق خادم وایي، دغه کمپاین یې د خکلو په غوښتنه پيل کړی دی.

هغه وايي، په دغه کمپاین کې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په ګډون د موټر تورو ښیښو سپېنول او د هغه څراغرونو لرې کول شامل دي چې پر نقلیه وسایطو د ټرافیکي قوانیو خلاف لګول شوي دي.

هغه زیاته کړه، دا لړۍ به روانه ساتې او ولسوالیو ته به هم غځول کېږي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې له داسې کړونو لاس واخلي چې د ښاري نظم د ګډوډۍ لامل کېږي.

بلخوا ښاریان هم د امنیتي ځواکونو یاد اقدام ستایي او غواړي چې دغه لړۍ دې دوامداره شي.

د مرکز ترینکوټ یو اوسېدونکی توریالی وایي، امنیتي ځواکونه دې د هغو کسانو پر وړاندې جدي چلند وکړي چې د ښاري نظم ګډوډۍ ترڅنګ یې د موټر هندارې په تورو فلمونو پوښلي وي.

هغه وايي، په یو شمېر موټرسایکلونو د لوړ غږلرونکي سلنګسرونه نصب شوي چې د خلکو ته مزاحمت کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.