Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کندهار کې د انګورو یو شمېر بڼوال وايي، سږ کال یې که څه هم د باغونو حاصلات ښه شوي او په ښه کیفیت ممیز (ابجوشي) یې تولید کړي خو د بازار له نشتوالي شکایت لري او له حکومته غوښتنه کوي څو محصولاتو ته یې له هېواده بهر مناسب بازار پیدا کړي.
کندهار (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د کندهار سوداګر وایي، د سپینبولدک ولسوالۍ په ګمرک کې اوس هم په هغو موټرو کې په ډېره بېاحتیاطۍ جر
کندهار کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې اته کسان چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، د لومړۍ محکمې له خوا پر سزا محکوم شوې دي.
کندهار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د غورک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۰ زره جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه او بېرته د حکومت ملکیت شوه.
د کندهار په مرکز کې نن سهار د تېلو کوچني ټانکر د چاودنې له امله یو کس ژوند له لاسه وکړی دی.
کندهار کې د روبجوړولو فابریکې مسوولین وايي، ورځنی تولید يې سل ټنو ته رسولی خو حکومت دې له بهره پر واردېدونکي روب تعرفه لوړه کړي.
د قطر خیریه بنسټ استازو د کندهار له والي ملا شېرین اخند سره لیدنه کې ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې ۴۰۰ بستريز روغتون جوړوي.
د کندهار د بر او کوز شاوليکوټ ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي پوره روغتيايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او د عامې روغتیا له ریاسته غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو اتحاديه وايي چې په ننګرهار، کندهار او کندوز ولايتونو کې څلور خبريالان له بنده ازاد شوي دي.
کندهار کې په دې وروستیو کې د خلکو او کورنیو ترمنځ د شخړو هواري برخه کې هڅې ډېرې شوې چې ډېر رول په کې قومي مشران او دیني عالمان لري.
. . .
د کندهار په اداري جوړښتونو کې د نوې اضافه شوې ولسوالۍ «لوړ شاولیکوټ» د کجور سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP