ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار سوداګر: د صادراتي مېوو موټرو کې دې په بې‌احتياطۍ د جر وهلو مخنیوی وشي

د کندهار سوداګر: د صادراتي مېوو موټرو کې دې په بې‌احتياطۍ د جر وهلو مخنیوی وشي

author avatar
14 Sep 2023 - 00:39
د کندهار سوداګر: د صادراتي مېوو موټرو کې دې په بې‌احتياطۍ د جر وهلو مخنیوی وشي
author avatar
14 Sep 2023 - 00:39

کندهار (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د کندهار سوداګر وایي، د سپین‌بولدک ولسوالۍ په ګمرک کې اوس هم په هغو موټرو کې په ډېره بې‌احتیاطۍ جر وهل کېږي چې لندې مېوې په کې بار وي چې له امله یې دوی ته زیان اوړي.

پرون (د وري ۲۴مه) په دې اړه د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست کې د سوداګرو او ګمرک د مسوولینو ترمنځ غونډه وشوه.

د سوداګرۍ او پانګونې رياست په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، صادرات د یوه هېواد د اقتصاد لپاره ډېر اړین او مهم دي خو د افغانستان صادرات چې اکثره مېوه ده، له ستونزو سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس محمدصدیق مهمند له قوله ويل شوي: «د مېوو په موټرو کې په داسي ډول جر وهل کېږي چې مېوه خرابوي، که یخچالي موټر دي او که د وچې مېوې، کارتنان یې څیریږي او بې احتیاطي ورسره کېږي، نو دا مېوه بیا د دې جوګه نه وي چې موږ یې صادر کړو.»

خبرپاڼه ليکي، دغه راز په کندهار کې د وچې مېوې اتحادیې رییس عبدالاحد صدیقي وویل، په موټرو کې د جر وهلو زیان ټول د سوداګرو او باغدارانو دی نو بايد دا ستونزه حل شي.

د هغه په وینا، د مېوې دغه موټر د چمن په ګمرک کې په نورو موټرو کې تخلیه کېږي؛ نو لازمه ده چې په کندهار کې جر پکې ونه وهل شي.

عبدالحد صديقي ويلي: «موږ د ګمرک مسوولینو ته د هغو شرکتونو لېست ورکوو کوم چې معتبر شرکتونه دي او ډېر صادرات کوي، باید هیڅ ډول مشکل ورته پیدا نه شي.

د سوداګرۍ خونې په خبرپاڼه کې ويل شوي، د کندهار د ګمرک رییس مولوي سحر په دې غونډه کې سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې حلوي او څوک حق نه لري چې د صادراتو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

هغه ويلي: «که د جر په وخت کې څوک بې احتیاطي وکړي، هغه موږ ته مسوول دی او ستاسو مشکل به سل په سل کې حلوو او د هغو لارو چارو څخه به استفاده کوو چې د ټولو په ګټه وي او مشکلات به په مشوره قدم په قدم حلوو.»

خبرپاڼه ليکي چې په غونډه کې د هغو پلاستیکي کڅوړو د وارداتو اړوند چې سوداګر يې د خپلو صادراتو لپاره کاروي، هم خبرې وشوې او په اړه يې وویل شول، هغو کڅوړو ته به اجازه ورکول شي چې قانوني ممانعت نه لري.

که څه هم د کندهار سوداګرو په موټرو کې د جر وهلو موضوع شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د تازه مېوې د صادراتو په پيل کې له مسوولینو سره شریکه کړې وه خو تر اوسه حل شوې نه ده.

جر وهل هغه پروسه ده چې د سوداګرو له یخچالي موټرو په ګمرک کې د تلاشۍ په موخه د تازه او وچې مېوې درېیمه برخه کارتنونه راکښته کېږي او بیا بېرته موټر باریږي.

 

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.