سیمهییز مسوولین وایي، د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د پلور مرکز پرانېستل شو او په لومړي ځل پکې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت بیروج د بولۍ له لارې وپلورل شول.
کونړ کې امنيتي مسوولین وايي چې تېره ورځ یې د چپې درې ولسوالۍ په درګۍ سیمه کې یې د مشرقې په نوم یوه مېرمن چې د خپل خاوند له لوري له شکنجې وروسته په یوه خونه کې بندي شوې وه، ازاده کړې ده.
د کونړ ځينې اوسیدونکي وايي، تېره شپه پاکستان د دغه ولایت د سرکاڼو او شلتن ولسوالیو پر ځینو سیمو راکټي بريدونه کړي چې له امله یې ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې او افغان ځواکونو هم ځوابي بريدونه کړي دي.
د کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سیمو کې د ۱۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۶ نوو مخابراتي سایټونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې ۴۵۰ کسان د حرفوي زدهکړو له یوې شپږمیاشتنۍ دورې فارغ شول.
د کونړ یو شمېر لیکوالان او شاعران وایي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپل لیکل شوي اثار چاپ کړي او غوښتنه کوي چې حکومت او ملي سوداګر دې ورسره په دې برخه کې مرسته وکړي.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ځینو ستونزو له امله د مناګي برېښنا بند له فعالیته لوېدلی او غوښتنه کوي چې حکومت دې هر څه ژر د دغه بند د بیا فعالولو چارې پيل کړي.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په شلتن، سرکاڼو او نورګل ولسوالیو کې پر کونړ سیند د پلونو له ویجاړۍ شکایت کوي او غوښتنه لري چې بېرته دې ورغول شي.
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمېشنرۍ په مالي مرسته یوه ۳۰ بستریز روغتون لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني چې درې کسان پهکې وژل شوي وو، پرون د یوې قومي جرګې له لارې پای ته ورسېده.
د کونړ د کرنې او مالداري ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې سږ کال د چهارمغزو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی او په ټولیز ډول ۱۸۰۰ ټنه چهارمغز ترلاسه شوي دي.
د کونړ ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ په قلاونو سیمه کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې دوه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.