منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۹ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کونړ

۳۲۴ راپورونه

راپورونه

غړي

د مخابراتو وزارت: تېرو درېیو کلونو کې کونړ کې ۲۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وازرت سرپرست کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۲۰ نويو مخابراتي سایټونه په جوړېدو سره لسګونه زره کسان له مخابراتي خدمتونو برخمن شوي دي.

غړي

کونړ کې یو روغتیایي مرکز جوړ شو

د عامې روغتیا وزارت وایي، د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

غړي

کونړ کې نږدې ۵۰۰ کورنیو ته د خوړو خوندیتوب په موخه کوچني کاروبارونه برابر شوي

د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې د ډنمارک د کډوالو شورا په مالي مرسته نږدې ۵۰۰ کورنیو ته د خوړو خوندیتوب او معافیت ښه‌والي په موخه د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره کړې ده.

غړي

کونړ کې د سېلابونو له امله یوه مېرمن مړه شوې او درې نور کسان ټپیان شوي دي

د کونړ سیمه‌ییز مسوولین وایي، نن سهار د دغه ولایت په وټه‌پور ولسوالي کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له امله یې یوه مېرمن مړه شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.

غړي

کونړ کې د دوو جلا پېښو له امله ۱۶ کسان ټپيان شوي

د کونړ ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالي کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۰ کسان او د څوکۍ ولسوالۍ په چنارو سیمه کې د یوه کور د خونې چت پرېوتو له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.

نور راپورونه