مجاهد: د احمدشاه مسعود د قبر لوحې د ویجاړولو موضوع څېړل کېږي
ډاکټرعبدالله وایي، «شرورو او غیرمسوولو کسانو» د څووم ځل لپاره د احمدشاه مسعود د مقبرې د لوحې تیږه ویجاړه کړې، خو ذبیحالله مجاهد وایي، په تېر کې چې چا دا ډول کړنې ترسره کړې دي، هغوی مجازات شوي او دغه موضوع به هم وڅېړل شي.



