ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمد شاه مسعود ته نږدې کسان: که مسعود ژوندی وی د سولې لپاره یې هڅې کولې

احمد شاه مسعود ته نږدې کسان: که مسعود ژوندی وی د سولې لپاره یې هڅې کولې

author avatar
8 May 2021 - 08:08
احمد شاه مسعود ته نږدې کسان: که مسعود ژوندی وی د سولې لپاره یې هڅې کولې
author avatar
8 May 2021 - 08:08

پنجشیر (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۰): د احمدشاه مسعود ځيني خپلوان وايي چې مسعود د غچ اخیستو فکر نه درلود؛ که ژوندی وای افغانستان کې به یې د باعزته او پایدارې سولې ټینګښت لپاره لار پیدا کوله.

احمدشاه مسعود د اسلامي جمعیت ګوند قوماندان و چې د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۱۸مه، د سپټمبر پېښې- چې افغانستان یې بدل کړ- له رامنځته کېدو دوه ورځې مخکې د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین سیمه کې د دوو عربانو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

رحمت الله بېګانه په ۱۳۴۰ هجري کال کې د دغه ولایت د مرکز ولسوالۍ کې د پنجشېر درې په یوه کلي کې زېږېدلی، لیسانس زده کړې یې د فقې قانون له پوهنځي او ماسټري یې د نړیوالو اړیکو برخه کې اخیستې ده، نوموړی له ۵۰ کلونو راهیسې کابل کې ژوند کوي.

بېګانه د احمد شاه مسعود خپلوان دی، د «مقاومت جبهې» کمېټه کې یې کار کړی، فکر کوي چې د سولې اوسنی بهیر نتیجې ته نه رسېږي؛ ځکه هغه ادعا کوي چې طالبان د سولې لپاره رښتیني نه دي.

هغه وویل: “د طالبانو څرګندونو ته په پام، په افغانستان کې د سولې لیدلوری چندان روښانه نه دی. طالبان ځانونه د جګړې په ډګر کې بریالي ګڼي او په اسانۍ به داسې سولې ته غاړه کښې نه ږدي چې د دوی لویې ګټې په کې په پام کې نه وي نیول شوې.”

رحمت الله بېګانه زیاته کړه، د خطر او زیان له منلو پرته باید د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

دغه راز نوموړي وویل، که د دولت له خوا نرمښت او په اصطلاح د قربانۍ ورکړه نه وي، سوله نه راځي؛ ځکه دواړه لوري باید د سولې د تامین لپاره یو څه له لاسه ورکړي، له دې پرته که د حق ورکولو او اخیستو ته تیار نه وي، ستونزه به همداسې دوام ولري.

هغه ومنله چې سوله ډېر ارزښت لري او د ډلو او کسانو وړې ګټې باید قرباني شي څو دغه ارزښت تحقق پیدا کړي.

نوموړي په دې اړه چې که احمدشاه مسعود ژوندی وای، د هېواد اوسني وضعیت ته په پام به یې د سولې لپاره څه کول؟ وویل: “دا چې مخکې هم امر صاحب د سولې د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې ترسره کړې او ان د طالبان تر واک لاندې سیمې ته چې له خطره ډک عمل و لاړ او د سولې لپاره یې خبرې وکړې. د ملي اتل (احمدشاه مسعود) مبارزه له پیله د نوموړي تر شهادته د سولې په مسیر کې وه، داسې باعزته سوله چې د افغانستان د ډېری خلکو به ګټه وي… ملي اتل د غچ اخیستو فکر نه درلود، که اوس ژوندی وای ضرور به یې د باعزته او پایدارې سولې لپاره لار لټوله… که اوس ژوندی وای د جګړې طرحه به یې د جګړې د مشروعیت تر پوښتنې راوستو له لارې تر پوښتنې لاندې راوستله او دا پوښتنې یې مطرح کولې چې جګړه د چا او څه لپاره.”

بېګانه زیاته کړه، افغان جګړې له ښکېلو لورو او عامو خلکو ډېرې قربانۍ واخیستې او له بده مرغه په دې خاوره کې لا هم جګړې، ناامنۍ او تاوتریخوالی دوام لري.

هغه وویل: “له بدغه مرغه د هېواد له خپلواکۍ وروسته جګړې قدسیت له لاسه ورکړی او اوسنۍ جګړه د قدرت او ثروت مافیا پر جګړه بدله شوې، په دغه هېواد کې اقتصادي جګړه پیل شوې او له هغه وخت راهیسې تر اوسه جګړه پر جګړه ییز اقتصاد تمویلېږي او ځیني کسان له دې لارې ارګاه او بارګاه ته رسېدلي دي.”

هغه د یوې پوهې ښځې په حواله وویل، د حضرت سلمیان په زمانه کې «سبا» سیمه کې قدرتمنه پادشاهي موجوده وه. سبا د ننني یمن سیمې د تاریخي حکومتونو نوم دی او د سبا دولت د عربو شبه جزیرو به تاریخ کې مشهور دولت و.

بېګانه زیاته کړه، کله چې ملکې سبا ته د حضرت سلیمان د جګړې اعلان او اخطار ډوله لیک ورسېد، هغې له کابینې سره په مشوره وویل: «کله چې پادشاه زموږ پر سیمه او چاپېریال برید وکړي زموږ اقتصاد به نابود شي او عزتمن کسان به مو خوار شي.»

هغه وویل، پر دې اساس ملکې سبا حضرت سلیمان ته د سولې وړاندیز وکړ.

هغه د دې لنډې کیسې په پای کې وویل: “اوس تر ملکې سبا زرګونه کاله وروسته موږ د جګړې، غم او سختیو درک نه دی کړی او دغه بلا او ناورین هره ورځ د مقدس په نوم له موږ قرباني اخلي.”

صوفي محمد سعید صوفي زاده چې ۷۳ کاله عمر لري د پنجشېر ولایت په شتل ولسوالۍ کې زېږېدلی او اوس مهال کابل کې ژوند کوي.

هغه چي د احمدشاه مسعود لاروی او قوماندان و، وویل: “که مسعود ژوندی وای، حتمن یې د سولې ټینګښت او وینه بهېدو د پای ته رسېدو لپاره هڅه کوله، څو په هېواد کې پایداره سوله راشي.”

د هغه په خبره، مسعود څو ځلې له طالبانو وغوښتل چې پر هېواد پردۍ تپل شوې جګړه پای ته ورسوي او سوله وکړي، څو د افغانستان خلک له دې ډېر ونه وژل شي.

صوفي زاده چې ځان په پنجشېر کې د شوري اشغالګرو ځواکونو سره د مبارزې لپاره د خلکو تنظیم کوونکی بولي، په داسې حال کې چې هېواد کې د سولې غوښتونکی دی د جګړې منفي اغېزې یادې کړې او وویل: “یوه ورځ موږ د پنجشېر په لومړۍ حصه کې یوه قرارګاه سقوط کړه، له هغه وروسته روسانو د پنجشېر پر یوه کلي هوايي برید وکړ چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې ۲۳ کسان شهیدان شول. هغه مهال یو ډول الوتکې وې چې خوشه يي بمونه یې غورځول، موږ لاړو د خپلو خلکو د بدن ټوټې مو ټولې کړې، هېڅ یو نه پېژندل کېده، یو شمېر مو خاورو ته وسپارل او د ځینو نورو جسدونو څو اونۍ تر خاورو لاندې ورک وو.”

هغه د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو له خوا د سختۍ او قربانۍ زغمل ویاړ وباله او له شوروي اتحاد او د هغه وخت له افغان حکومت سره جهاد او سختیو ته په اشاره وویل: “د یوه غره پر سر وو، د کلي خلکو موږ ته د مرمیو په بکسونو کې ډوډۍ راوړله، کله مو چې ډوډۍ له بکسونو بهر کړه د مرمیو په منځ کې ترخه شوې وه، بیا مو لمر ته کېښوده، ځکه د خوراک نه وه. له هغه وروسته جګړه شوه. څلور شپې وږي پاتې شوو، ټول مجبور شوو چې همغه ترخه او وچه ډوډۍ څخه ګټه واخلو.”

نوموړي زیاته کړه، افغانستان کې د پخوا په څېر تپل شوې جګړې اوس هم دوام لري او له عامو خلکو قرباني اخلي.

د هغه په باور، جګړه د حل لار نه ده، خو کله چې تېری وشي د خلکو حق دی چې له ځانه دفاع وکړي.

هغه داسې سوله چې د خلکو حقونه په کې تامین وي د ټولو افغانانو هیله وبلله او وویل، طالبان دې د هېواد داخل ته راشي او سوله دې وکړي، حکومت دې هم له نرمۍ کار واخلي، څو د سولې بهیر مثبتې پایلې ته ورسېږي او افغانان خپل وران شوی هېواد بېرته اباد کړي.

Visits: 437

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.