Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي، د اختر ورځو کې د هېواد په کچه د ترافیکي پېښو له امله ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.
د لوی اختر په رارسېدو سره ډاکټران د کانګو ناروغۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او سپارښتنه کوي چې د مخنیوي لپاره یې باید د څارویو حلالولو پر مهال له دستکش، ماسک، عینکو او اوږدو جامو استفاده وشي.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي چې د اختر په څلورو ورځو کې ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.
نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، د کابل ښار ځانګړې بڼه خپله کړې، ځینې کسان چې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره خپه وو او اوس غواړي له یو بل سره پخلا شي له نورو هغو کسانو چې له یو بل سره اختلاف لري هم غواړي څو خپلې کینې پریږدي او له یو بل سره پخلا شي.
د حج او اوقافو وزارت وایي، د سترې محکمې د میاشتې لیدلو کمېټې له رسمي اعلان وروسته دې په ټول هېواد کې د کوچني اختر لمونځ د سهار په اووهنیمو (۷:۳۰) بجو ادا شي.
د افغانستان سترې محکمه وایي، د شوال میاشت ونه لیدل شوه، سه شنبه د روژې ۳۰مه او چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده
د کابل امنیې قوماندانۍ د کابل ښاریانو ته خبرداری ورکړی چې په اختر کې دې د پټاکیو له چوولو، هوايي ډزو او پلاستیکي ټوپک او تومانچو له پلور، پېر او استعماله ډډه وکړي.
د فراه ولايت مسوولين او يو شمېر هټۍوال وايي چې د تېر اختر په پرتله سږ کال د اختر لپاره د وچې مېوې بیې ټيټې شوې دي.
د شبرغان ښار ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې د خوراکي توکو او وچو مېوو له لوړو بیو شکایت کوي چې د دغه ښار ښاروالۍ د خوراکي توکو د بیو کنټرول په موخه د یوې کمېټې د جوړېدو خبر ورکوي.
نن د روژې اوویشتمه ده او د کابل ښار بازارونو کې ډېره ګڼهګوڼه لیدل کېږي، هغه خلک چې د اختر لپاره د توکو پر پېرلو بوخت دي، د وچې مېوې بیې له ټيټېدو خوښ دي.
د کوچني اختر په را نږدې کېدو سره د سمنګان ځيني خیاطان او رخت پلورونکي وایي چې کاروبار یې د تېر کال په پرتله ښه شوی، خو خلک له اقتصادي ستونزو او د جامو ګڼدلو له لوړې بیې شکایت لري.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د اختر شپو او ورځو کې د امنیت د لا ټینګښت په موخه د ګډو ځواکونو دوه سوه کسیز ګارنیزیون جوړ شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP