Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ۱۴۰۴): اروپايي ټولنې ویلي چې د افغانستان په وروستۍ زلزله کې زیانمن شوو سره خپلې بشري مرستې ډېروي. اروپايي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، اروپايي ټولنه د افغان ماشومانو د ملاتړ، په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي، لس میلیون یورو مرسته کوي.
د اروپا کمېسیون اعلان کړی چې روان ميلادي کال به د افغانستان د ډېرو زیانمنونکو وګړو د ملاتړ په موخه ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته وکړي.
د کړکېچ نړۍوالې ډلې له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي څو د کډوالو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او په زور یې ونه باسي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې له نړۍوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د ځمکې نړۍوالې ورځې په مناسبت ويلي چې اقلیمي بدلونونه د دغه هېواد کرنه، د خوړو امنیت او ځايي اقتصاد ګواښي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکولسن وايي، د ده ماموریت پای ته رسېدلی خو اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او په دغه هېواد کې به خپل حضور ته دوام ورکوي.
اروپايي ټولنې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره د ۱۷ میلیونه یورو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د لوږې پر وړاندې د اقدام سازمان په همکارۍ په غور، دایکنډي او بدخشان ولایتونو کې د زیانمنو ټولنو ملاتړ لپاره پنځه میلیون یورو مرسته کوي.
د م.م د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي، اروپايي ټولنې له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره درې ميليون يورو مرسته کوي.
اروپايي ټولنې د «جي شل» هېوادونو په غونډه کې ویلي چې ۱۵ هېوادونو ته یې د خوراکي توکو رسولو لپاره ۲۱۰ میلیون یورو ځانګړې کړې او له دې پیسو به ۷۵ میلیونه افغانستان ته ورکړي.
اروپايي ټولنې ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو ښوونځيو د پرانستې ځنډولو په پرېکړې سره، د ځان د مشروعیت چانس له منځه وړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP