کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د ځمکې نړۍوالې ورځې په مناسبت ويلي چې اقلیمي بدلونونه د دغه هېواد کرنه، د خوړو امنیت او ځايي اقتصاد ګواښي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي، د ځمکې نړۍواله ورځ خلکو ته دا ور په یادوي چې ځمکه څومره د ژوند او اړتیاوو پوره کولو لپاره حیاتي او مهمه ده.
یاد بنسټ زیاته کړې چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نوښتلرونکو او مقاومو پروګرامونو په جوړولو د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي.
د یادونې ده، د چاپېریالساتنې ملي ادارې تېر کال د کب په میاشت کې ویلي وو چې د چاپېریال نړۍوالو امکاناتو (GEF) نږدې لس میلیون ډالر بودجه په افغانستان کې له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې پروژې لپاره تایید کړې ده.
د ویلو ده چې د اپرېل ۲۲مه د ځمکې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP