کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د کړکېچ نړۍوالې ډلې له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي څو د کډوالو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او په زور یې ونه باسي.
دغې ډلې په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د یوه راپور په خپورولو ویلي چې اروپايي ټولنه باید له پاکستانه وغواړي څو هغه کسان چې اسناد لري او ژوند یې خطر کې وي، ونه باسي.
سرچینې زیاته کړې چې اروپايي ټولنه باید افغانستان کې خپل د مرستې پروګرامونه پراخ کړي څو له راستنو شوو او کوربه ټولنو ډېر ملاتړ ته زمینه برابره شي.
د دې ډلې په راپور کې راغلي: «اروپایي ټولنه او غړي هېوادونه یې باید له پاکستانه وغواړي چې د بېرته نه ستنولو د اصل په ګډون، د نړۍوالو بشري قوانینو پر بنسټ پر خپلو ژمنو ودرېږي او د افغان کډوالو جبري ایستل دې ودروي.»
د دې ډلې په خبره، افغانستان دا مهال له یوه ژور بشري ناورین سره مخ دی، ښايي د دومره لوی شمېر راستنیدونکو د جذبولو لپاره له ستونزې سره مخ شي چې څه باندې دوه پر درېیمه برخه کسانو یې هېڅکله افغانستان کې ژوند نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) ویلي وو، مخکې یې له راستنیدونکو افغان کورنیو سره ۲۰۰۰ امریکايي ډالر مرسته کوله؛ خو د نړۍوالو مرستو له کمېدو سره دا کچه ۱۵۰ ډالرو ته ټیټه شوې ده چې بسنه نه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP