د اریانا شرکت د ۳۱۰ ایربس الوتکې «سي چک» پروسه کامیابۍ سره پای ته ورسېده
د کابل هوایي ډګر مسوولین وایي، د اریانا شرکت ۳۱۰ ایربس الوتکو د « سي. چک» پروسه په کامیابۍ سره پای ته رسېدلې او په لومړي ځل، د دورهیي ارزونې ټول دغه پړاوونه یې بهرني هېواد ته له اړتیا پرته، په کمه موده او لږ لګښت سرته رسولي دي.



