د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، له ۱۳ کلن ځنډ وروسته یې یو ځل بیا د متحده عربي اماراتو «العین» ښار ته الوتنې پیل کړې.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د اریانا افغان هوايي شرکت له کابل څخه مشهد ته خپل منظم پروازونه بېرته پیل کړل، ټاکل شوې په دې مسیر کې هره اونۍ درې ځله الوتنې ولري.