ګوتریش: ښځې او نجونې اساسي بشري حقونه لري، موږ د هغوی لپاره له مبارزې لاس نه اخلو
د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره جوړ شوی نړۍوال چوکاټ هم اغېزناک نه دی او باید بدلون ومومي.


