د غزې پر رفح ښار د اسرائيل وروستي بریدونه په نړۍواله کچه غندل شوي
د غزې سوېل کې پر رفح ښار د اسرائيلي ځواکونو وروستي هوايي بريدونه په نړۍواله کچه غندل شوي او له اسرائيل یې د ژر تر ژره درولو غوښتنه شوې، بلخوا د م.م امنیت شورا په دې اړه بېړنۍ غونډه جوړوي.





