Sign in to continue to your Pajhwok account.
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
نړۍوال بانک وایي، په تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان واردات ۲۷ سلنه زیات شوي، صادرات یې نیم سلنه کم شوي او د بهرنیو اسعاو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځنۍ کچه څه باندې ۲۸ سلنه لوړ شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت په هلوځلو مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل شوه.
د ایران کورنیو چارو وزیر ویلي، هېواد کې یې له افغانانو سره ناوړه چلند د غندي وړ او ناسم دی او تهران یې نه مني.
د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې د دغه ښار پرمختیا ادارې له خوا د یو شمېر افغانانو کورونه نړول شوي دي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې دغه هېواد د افغانانو د حیاتي اړتیاوو پوره کولو لپاره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی.
سپینه ماڼۍ په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو دوېمې کالیزې ته په اشارې وايي، نوره اړتیا نه وه چې د «ترهګرو» پر وړاندې د مبارزې لپاره په افغانستان کې پوځیان حضور ولري.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت ویلي چې دغه هېواد په روان میلادي کال کې د افغانستان د خلکو ملاتړ په موخه ۱۲۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي، د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن ادارې له پيله د روان کال د اګسټ تر لومړۍ نېټې يې نږدې ۳۴ زره افغان کډوالو ته د ځانګړې کډوالۍ ویزې ورکړې دي.
یو شمېر افغانانو نن د بلجیم په مرکز بروکسل کې ځکه لاریون کړی چې د پناهغوښتنې دوسیو ته یې منفي ځواب ورکړل شوی دی.
یوانایچسيار ویلي، ۵.۶ میلیونه افغانان د کډوالو او کډوالۍ ته ورته حالت درلودونکو کسانو او ۲۹۵ زره نور د پناهغوښتونکو په توګه په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي او ۳،۲۵ میلیونه افغانان د افغانستان دننه بېځایه شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه دې د بشري مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلکو پر سوداګرۍ لګولي محدوديتونه لرې کړي.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، پاکستاني لوري ډاډ ورکړی، هغو افغان کډوالو ته به ډېر ژر خپل هېواد ته د تلو اجازه ورکړي چې تورخم کې بند پاتې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP