Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله نن له مراکش سره دوستانه لوبه ترسره کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، له افغانستان سره یې د ۲۰ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته کړې او د پنځو ولایتونو روغتیايي مرکزونو ته به ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې ناروې له افغانستان سره ۱،۸ میلیوان امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
تېره اونۍ م.م له ا.ا سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ، قرغیزستان «طالبان» د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړل او د امنیت شورا ۱۲ غړو د امر بالمعروف قانون په اړه اندېښنه وښوده، خو روسیې، چین او الجزایر په دې اړه اعلامیه نه ده لاسلیک کړې.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ټایلېنډ په کوربهتوب د کانټینینټال پنځه اړخیزو سیالیو کې د درېیم مقام په ګټلو سره د برنزو مډال ترلاسه کړ.
د عامې روغتيا وزارت د لومړنيو روغتيايي خدمتونو ریيس وايي چې لا هم د ټول هېواد ۲۵ سلنه سيمې سپینې دي او خلک یې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د «چین مرکزي اسیا د نفت او ګاز شرکت» رییس له بلال کریمي سره کتنه کې په افغانستان کې د نفتو د استخراج چارو چټکتیا او پراختیا په اړه غږېدلی او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ماشینري ولېږي.
افغانستان کې د ترکیې سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ويلي چې ترکي سوداګر د افغانستان د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالي دي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د کانټینینټال پنځه اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه.
د سټنډرډ ملي اداره وایي چې په تېر یوه کال کې افغانستان ته د څه باندې ۱۲۸ زره ټنه بېکیفیته نفتي او ۱۵۲ ټنه ساختماني توکو د واردېدو مخنیوی شوی دی.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټینینټال پنځه اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له نیوزیلنډ سره ترسره کوي.
په شمال کې د پنبې د پروسسکوونکو او صادروونکو اتحادیه وایي چې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د بلخ له ولایته لس زره او له ټول افغانستانه ۲۰۰ زره ټنه پنبه نورو هېوادونو ته صادر شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن