Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالیو په لړ کې سبا خپله لومړۍ لوبه له قرغیزستان سره ترسره کوي.
په کابل کې د جاپان سفارت وايي چې هېواد یې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې لس میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د آذربایجان آسان خدمت مسوولینو د افغانستان له آسان خدمت سره د معیاري خدمتونو وړاندې کولو او تخنیکي برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه.
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اماندا مکګرګور یې د ګېلن مایلر پر ځای د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوې ځانګړې استازې په توګه ګومارلې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې درېیمه ناسته کې د یو شمېر هېوادونو د استازو څرګندونو کې د پام وړ مثبت ټکي تر سترګو شول چې له اسلامي امارت سره د تعامل د دوام او پراختیا اراده څرګندوي.
یو شمېر ازبکستاني پانګهوال وایي، غواړي چې په افغانستان کې د کانونو استخراج، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید، د نفتو چاڼخونې جوړولو، د سمنټو او نساجې فابریکو رامنځته کولو برخو کې پانګونه وکړي.
د ا.ا ویاند وایي، د دوحې غونډه ډېره ښه روانه ده، په دې ناسته کې د روسيې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامي همکاریو سازمان دریځونه د ستایلو وړ وو.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې له افغانستان سره د یادې ټولنې له لوري د ۹۸ ټنه طبي تجهیزاتو د مرستو خبر ورکړی دی.
د یونیسف ادارې استازي د عامې روغتیا وزارت سرپرست ته د روغتیا برخه کې د شته ستونزو حل لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې له یاد وزارت سره به په همغږۍ خدماتو ته ادامه او لا پراختیا ورکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوحې درېیمه غونډه نن ماښام پیلېږي، سبا دوه بجې پای ته رسېږي او له هغه وروسته که ځیني استازي له چا سره ناستې کوي، له یادې غونډې سره تړاو نه لري.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټسال ملي لوبډله په راتلونکې جولای میاشت کې له مراکش سره دوه دوستانه لوبې کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۶ میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن