Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ا.ا مرستیال ویاند وايي، د ټاکل شوي پلاوي لومړنۍ موندنې ښيي چې د ایران په کلګان دره کې پر افغان کډوالو چاودنې او ډزې شوې چې تر اوسه پورې دوه مړي او ۳۴ عیني شاهدان چې ټپیان هم په کې دي، هېواد ته را انتقال شوي دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه کې ویلي، ا.ا هوډ لري چې افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي خو باید داسې ګډه تګلاره رامنځته شي چې دغه پروسه په باعزته ډول ترسره شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د امریکا پر بندیزونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، یادو بندیزونو افغان کډوالو ته د مرستو پر رسولو منفي اغېز کړی او باید سیاسي انګیزې د مرستو وړاندې کولو خنډ ونه ګرځي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه ترلاسه کېږي او ډېری بوږنوونکي انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ډېر یې اندېښمن کړي دي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې کړې دي.
په کابل کې د چین سفیر د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د سل میلیون چینایي یوانو مرستې ژمنه وکړه.
اسلاماباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، افغان کډوالو د دغه هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی نو له همدې امله دې امنیتي او سیاسي اړیکې له کډوالو سره نه تړل کېږي.
د پاکستان د حکومت کابینې اعلان کړی چې د ثبت شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده یې د یوه بل کال لپاره وغځوله.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر په اسلاماباد کې د افغانستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ځنډول شوی دی.
د رياستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي او هغوی ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان په داسې حال کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي، نړۍ باید له کډوالو د هرکلي ترڅنګ د هغوی له انساني حقونو دفاع وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې سږ کال یې په افغانستان کې کډوالو ته د سرپناه جوړولو لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP