Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
فاریاب کې بڼوال وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د پام وړ ډېر دي، خو بیه یې د تېر کال په نسبت څه باندې ۵۰ سلنه ټیټه ده او کوم عاید چې له باغونو ترلاسه کوي، یوازې هغه شوی لګښت یې هم نه پوره کوي.
د کندوز د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږکال په دغه ولایت کې ۲۰۰۶ مټریک ټنه انګور تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۹۰ سلنه ډېروالی ښیي.
د فراه د کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات نږدې ۱۴۳ زره ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
د لوګر د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۳۲ زره ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په کابل کې څه باندې ۲۳۲ زره مټریک ټنه د انګور حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت په کچه د انګورو په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولايت کې څه باندې ۶زره ټنه انګور توليد شوي چې د تېر کال په پرتله ٢٤ سلنه ډېروالى ښيي.
د هرات د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال د انګورو حاصلات د ښو اورښتونو او له سلما بند څخه باغونو ته د اوبو منظم جریان له امله، د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP