د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، ایراني چارواکو لیکلې ژمنه کړې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال له وري میاشتې مخکې به د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ د اورګاډو تګ راتګ ته چمتو کوي او په سوداګریزو مالونو بار لومړی کتار به له ایرانه افغانستان ته راشي.