Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر وغوښتل څو له پوټین سره د مخامخ خبرو اترو وړاندیز ومني، زلنسکي وايي، چمتو دی چې له پوټین سره په ترکیه کې وګوري.
د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې پای ته رسولو لپاره اوکراین ته د مخامخ خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
روسیې د اوکراین شمالختیځ کې پر سومي ښار توغندیز برید کړی چې په پایله کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د اوکراین اروپايي متحدانو له دغه هېواد سره د پوځي ملاتړ په اډانه کې ۲۴ میلیارد ډالره نوې ژمنه اعلان کړه خو د دې مرستې د شاوخوا نیمايي برخې ژمنه جرمني کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعلان کړی چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سولې پلان په اوسنۍ بڼه د منلو وړ نه دی.
د روسیې ولسمشر وايي چې له اوکراین سره د جګړې درولو له وړاندیزونو سره موافق دی، خو هېواد یې د دې فرضیې پر اساس پر مخ ځي چې اوربند باید دوامداره سولې ته لار هواره کړي او د ناورین اصلي لاملونه لهمنځه یوسي.
د راپورونو له مخې، اوکرایني او امریکايي چارواکي د هغو مذاکراتو پایله کې چې د سعودي عربستان په جده کې ترسره شول، د مسکو د توافق په صورت کې پر دېرش ورځني لنډمهاله اوربند هوکړې ته رسېدلي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر له اوکراین سره خپلې ټولې نظامي مرستې ځنډولې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر اروپايي هېوادونه د دغه هېواد او اوکراین ترمنځ د جګړې پر لا غځولو تورن کړي دي.
د راپورونو له مخې، برېتانیا او اوکراین د کیېف دفاعي وړتیاوو د ملاتړ لپاره د ۲،۲۶ میلیارد پونډو په ارزښت د پور دوه اړخیز هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ترمنځ سپینه ماڼۍ کې له ترینګلتیا د ډکې لیدنې پر مهال لفظي ناندرۍ رامنځته شوې، زېلېنسکي ویلي له پوتین سره باید هېڅ «جوړجاړی» ونه شي، خو ټرمپ ویلي چې اوکراین دې یا هوکړه وکړي او یا دې د امریکا پر مرستو نور حساب نه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP