کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): د روسیې بهرنیو چارو وزیر اروپايي هېوادونه د دغه هېواد او اوکراین ترمنځ د جګړې پر لا غځولو تورن کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکراین د جګړې پای ته رسېدو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو ستاینه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا غواړي د نړۍ تر ټولو پیاوړی هېواد و اوسې او واشنګټن او مسکو هیڅکله پر هر څه تقابل نهلري او هوکړه یې کړې چې د ګټو د تطابق په صورت کې عملکوونکي و اوسي.
لاوروف زیاته کړې: «اوس د جو بایډن د ولسمشرۍ له دورې وروسته داسې کسان راغلي چې غواړي په سلیم عقل مخ ته ولاړ شي؛ هغوی په مستقیم ډول وايي چې غواړي ټولو جګړو ته د پای ټکی کېږدي، هغوی د سولې غوښتونکي دي.»
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې اروپايي هېوادونه د اوکراین د جګړې د اوږدولو په هڅه کې دي.
د ویلو ده، د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ملاتړ اعلان لپاره د اروپایي هېوادونو د مشرانو ناسته پرون په برېتانیا کې ترسره شوه.
د برېتانیا لومړي وزیر کيیر سټارمر د لندن له امنیتي ناستې وروسته چې د اروپایي هېوادونو، کاناډا او ترکیې د مشرانو په ګډون ترسره شوه، د اروپا لویې وچې د امنیت او له اوکراین سره د مرستې لپاره له نوو اقداماتو خبر ورکړ.
بلخوا، د روان کال د فبرورۍ په ۲۴مه د متحده ایالتونو ولسمشر د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره له لیدنې وروسته ویلي وو چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP