ژبه

پوتین د جګړې پای ته رسولو لپاره اوکراین ته د سولې د مخامخ خبرو وړاندیز وکړ

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې پای ته رسولو لپاره اوکراین ته د مخامخ خبرو اترو وړاندیز کړی دی.

رویټرز اژانس نن د پوتین له قوله لیکلي: «موږ کي‌ایف ته وړاندیز کوو چې له دغو خبرو مخکې له هیڅ شرط پرته مخامخ خبرې بیا پیل کړي.»

پوتین زیاته کړې چې د یادو خبرو موخه باید د دوامدارې سولې راوستل وي.

پوتین ویلي چې ټاکل شوې، دغه خبرې اترې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د مې په ۱۵مه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شي.

یادې څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین او روسیې د جګړې درېیم کال پیل شوی او تر اوسه د دې جګړې پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکو هڅو پایله نه ده ورکړې.

ورته موضوع