د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي وایي، ښاروالۍ هټۍوالو ته نرخپاڼه جوړه کړې او وېشلې ده خو له پلېکېدو یې څارنه نه کوي چې له امله یې هټۍوال تر اوسه توکي په خپله خوښه بیو پلوري.
په بادغیس کې د ښځو د لاسي صنایعو ملاتړ په موخه د ځانګړي بازار له پرانیستلو سره هممهاله د دغه ولایت سیمهییز چارواکي له ښځینه متشبثینو د لا ډېر ملاتړ خبره کوي.
په بادغیس ولایت کې د ښوونځيو ځيني زدهکوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت لري او له اړوندو ادارو غواړي څو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
په بادغیس کې یو شمېر تحصیلکړي ځوانان وايي، د کار نشتوالي له امله اړ شوي چې په ناقانونه توګه ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي؛ دوی له اسلامي امارته غواړي چې د کاري فرصتونو برابرول دې په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځای کړي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوه لڼډکروزر موټر چپه کېدو پېښه کې ۵ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
په بادغیس ولایت کې د اوبو د وېش پر سر د دوو کروندګرو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو یې وژل شوی دی.
په بادغیس کې ځیني له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې د درسونو ځنډېدلو په اړه اندېښمنې دي؛ د پوهنې برخې ځیني کارپوهان له اسلامي امارته غواړي چې دا ستونزه هواره کړي او د اسلامي حجاب په رعایتولو سره دې نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.
په بادغیس کې ځیني خصوصي د لوړو زدهکړو موسسې په روان کال کې د خپلو نوو محصلینو په شمېر کې له ۵۰ سلنې کمېدو خبر ورکوي او وايي، د دغه وضعیت دوام به دوی له سقوط سره مخ کړي.
د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي د موسمي اورښتونو له امله د قلعهنو ښار د سیند ویجاړیو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او له مسوولینو غواړي، څو د دغه سیند د غاړو تحکیماتي چارې دې پیل کړي.
د بادغیس امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سنګ اتش ولسوالۍ کې يو تن خپل ځان ويشتلی او وژل شوی دی.
بادغیس کې یو شمېر مالداران د څارویو بیو لوړېدو او د بازار نشتوالي ته یې په اشاره له مسوولینو غواړي څو د څارویو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.
په باغیس کې یو شمېر پر رواني ناروغیو اخته کسان په دغه ولایت کې د رواني درملنې مرکزونو له نشتوالي شکایت لري او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP