ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې مالداران څارویو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

بادغیس کې مالداران څارویو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
1 Apr 2023 - 13:36
بادغیس کې مالداران څارویو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
1 Apr 2023 - 13:36

قلعۀ‌نو (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): بادغیس کې یو شمېر مالداران د څارویو بیو لوړېدو او د بازار نشتوالي ته یې په اشاره له مسوولینو غواړي څو د څارویو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.

هر کال چې کله اورښتونه ډېر او کال اباد وي، د څارویو بیې لوړیږي؛ سږ کال هم بادغیس ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د څارویو بیې، په ځانګړې توګه د اوزو او مېږو بیې لوړې شوې دي.

بادغیس ولایت کې یو شمېر مالداران که څه هم د څارویو بیو پر لوړېدو خوښي څرګندوي خو وایي، د خپلو څارویو لپاره مناسب بازار نه لري.

د قلعه‌نو ښار په باغک سیمه کې یوه مالدار محمدقربان چې ۳۰ کاله کېږي مالداري کوي وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د پسونو بیې له زرو تر دوو زرو افغانیو لوړه شوې دي.

د هغه په وینا، په اوس وخت کې یو ښه پسه ان تر ۲۰ زره افغانیو پلورل کېږي په داسې حال کې چې تېر کال یو ښه پسه له ۱۶ تر ۱۸ زره افغانیو پورې پلورل کېده.

محمد قربان زیاته کړه، سره له دې چې سږ کال د څارویو بیې تر یوې کچې لوړه شوې خو د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار شتون نه لري.

هغه دغه راز له مسوولینو وغوښتل څو مالدارانو ته مناسب څرځایونه هم برابر کړي او بهرنیو بازارونو کې د څارویو پلور لپاره زمینه برابره کړي.

بادغیس کې یو بل مالدار عبدالغفور وایي، که څه هم د څارویو بیې لوړې شوې خو پلور یې نشته.

هغه له مسوولینو غواړي چې لومړۍ باید د څارویو لپاره بهرنی بازار برابر کړي او وروسته دې واخلي.

په ورته وخت کې، په یاد ولایت کې د څارویو پلورنکي هم د څارویو پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي خبرې کوي.

بادغیس کې د څارویو یو پلورونکی ابوبکر څارویو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت لري، وایي، سږ کال د اقتصاد خرابوالي له امله د څارویو پېرېدونکي کم شوي او د پلور لپاره یې مناسب بازار هم شتون نه لري.

هغه هیله‌من دی، څو په هغو کلونو کې چې د اورښتونو کچه ټیټیږي، اړوند ادارې مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي برابر کړي او دغه راز پلور ته یې مناسب بازار برابر کړي.

له دې ټولو سره سره، د بادغیس د کرنې ریاست سرپرست محي‌الدین بشري وایي، اسلامي امارت د څرځایونو د غصب مخنیوي لپاره ځیني اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

د هغه په وینا، دوی تر اوسه په قادس، مقر او ابکمري ولسوالیو کې ډېر څرځایونه له غاصبینو بېرته نیولي او هڅه کوي څو د څارویو پلور لپاره هم مناسب بازار رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بادغیس ډېری خلک مالداري لري او له دې لارې خپل ژوند مخې ته وړي.

Visits: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.