ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس خلک: د ښار د سیند غاړو‎ تحکیماتي چارې دې پیل ‎شي

د بادغیس خلک: د ښار د سیند غاړو‎ تحکیماتي چارې دې پیل ‎شي

author avatar
5 Apr 2023 - 16:16
د بادغیس خلک: د ښار د سیند غاړو‎ تحکیماتي چارې دې پیل ‎شي
author avatar
5 Apr 2023 - 16:16

قلعه‌‍نو (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي د موسمي اورښتونو له امله د قلعه‌نو ښار د سیند ویجاړیو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او له مسوولینو غواړي، څو د دغه سیند د غاړو تحکیماتي چارې دې پیل کړي.

هر کال د پسرلي موسم په رارسېدو او د بارانونو په زیاتېدو سره، د قلعه‌نو ښار د سیند دواړو غاړو اوسېدونکي د سېلاب راوتلو له امله په وېره کې وي.

هغه سېلابونه چې د بند سبزک له لوړو غرونو راوځي، د قلعه‌نو ښار له سينده په تېرېدو سره د دواړو غاړو کورونه ګواښي.

په ورته مهال، د باغیس ځیني اوسېدونکي د ښار سیند د غاړو تحکیم‌کارۍ غوښتنه کوي او له حکومته غواړي څو د خلکو د کورونو ترڅنګ د استنادي دېوالونو په جوړولو سره له سېلابه د دوی ژوند وژغوري.

امیرمحمد چې یاد سیند ته نږدې اوسېږي وايي، د استنادي دېوالونو نشتوالي له امله د سیند غاړې ډېری کورونه ویجاړ شوي او یا د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې په دې اړه پاملرنه وکړي او د سیند دواړو لورو ته استنادي دېوالونه جوړ کړي.

د یاد ولایت بل اوسېدونکی جواد هم له حکومته غواړي چې د سیند دواړو غاړو ته دې استنادي دېوالونه جوړ کړي، څو د ناوړه پېښو له رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

د هغه په خبره، د دواړو غاړو اوسېدونکي خوندي نه دي او هر کال د بارانونو موسم پر مهال په وېره کې ژوند کوي.

په ورته مهال، د باغیس مدني فعالان هم په دې برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کوي.

مدني فعال عبدالرحیم عاطف وايي، حکومت باید د قلعه‌نو ښار د سیند غاړو تحکیم‌کارۍ پروژې لګښت د ۱۴۰۲ کال په بودجه کې شامل کړي.

هغه وايي، دغه سیند ته د نه پاملرنې په صورت کې به د سېلاب له امله د دوی کورونه له منځه لاړ شي.

بل‌خوا، د باغیس د والي ویاند احمدجان حنظله د یادي پروژې د کار پر پیل او اهمیت د ټینګار ترڅنګ وویل، هڅه کوي راتلونکی کال د ښار د سیند غاړو تحکیمي‌ کارونه بشپړ کړي.

د حنظله په خبره، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د یاد سیند دواړو لورو کورونه د سېلاب له ګواښه وژغورل شي.

که څه هم د یاد سیند د ځینو برخو تحکیم‌کارۍ چارې د تېر حکومت پر مهال ترسره شوې وې، خو په ډېری برخو کې یې تر اوسه کوم کار نه دی شوی.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.