ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناقانونه کډوالي؛ د بادغیس ځوانان له سرپرست حکومته د کاري فرصتونو غوښتنه کوي

ناقانونه کډوالي؛ د بادغیس ځوانان له سرپرست حکومته د کاري فرصتونو غوښتنه کوي

author avatar
4 May 2023 - 15:49
ناقانونه کډوالي؛ د بادغیس ځوانان له سرپرست حکومته د کاري فرصتونو غوښتنه کوي
author avatar
4 May 2023 - 15:49

قلعه‌نو (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۲): په بادغیس کې یو شمېر تحصیل‌کړي ځوانان وايي، د کار نشتوالي له امله اړ شوي چې په ناقانونه توګه ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي؛ دوی له اسلامي امارته غواړي چې د کاري فرصتونو برابرول دې په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځای کړي.

بې‌کاري او د کار نه موندل هغه ستونزې دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ځوانان ورسره مخ وو، تل یې په اړه شکايتونه کړي او ان د هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د بادغیس ځوانان: بېوزلۍ او بېکارۍ غیرقانوني کډوالۍ ته اړ کړي یو

د بادغيس ولايت د اب‌کمري ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرووف اسحاق‌زی هغه ځوان دی چې دوه کاله مخکې يې د دري ژبې او ادبياتو له څانګې د ليسانس سند ترلاسه کړی، خو وزګار دی.

نوموړی وايي، اوس د وزګارتیا له امله اړ شوی چې ایران ته په ناقانونه توګه سفر وکړي؛ ځکه چې د څلور کسیزې کورنۍ نفقه راوړونکی دی.

هغه له اسلامی امارته تمه لري څو لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د شایسته‌سالارۍ اصل په پام کې ونیسي.

په ورته وخت کې، ۲۲ کلن علي‌محمد قرباني چې غواړي په ناقانونه توګه ایران هېواد ته ولاړ شي وویل، له یوه کال راهیسې له لېسې فارغ شوی خو وزګار دی.

نوموړی زیاتوي، سره له دې چې په بېلابېلو ادارو او موسسو کې یې د کار لپاره غوښتنه کړې، خو د کار زمینه ورته نه ده برابره شوې.

نوموړی زیاتوي، د کاري زمینې برابرېدو په صورت کې هوډ درلود چې خپلو لوړو زده‌کړو ته هم دوام ورکړي او ان تر دوکتورا کچې زده کړې وکړي، خو بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ د هغه د دغې هیلې پوره کېدو مخه نیولې ده.

هغه هم له اسلامي امارت څخه غواړي چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او کارموندنې ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي څو بهر ته د ځوانانو د تګ مخه ونیول شي.

د قلعه‌نو – هرات لارې یو موټرچلوونکی وايي، ډېری سپرلي یې هغه کسان دي چې د کار پیدا کولو لپاره بهر ته ځي.

د قلعه‌نو – هرات لارې یوه موټرچلوونکي غلام‌محمد پژواک ته وویل: «شاوخوا ۶۰ سلنه مسافر مې هغه کسان دي چې د کار پیدا کولو لپاره بهر ته ځي.»

هغه زیاته کړه: «ډې هغه کسان چې په قاچاقي ډول ایران ته سفر کوي، سواد او لوړې زده‌کړې لري او اړ دي چې د کار لپاره خپل هېواد پرېږدي، کوم مسافر چې موږ بیایو له ۱۸ تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري.»

شنونکي هم ټینګار کوي چې د کاري زمینې برابرول باید د سرپرست حکومت په لومړیتوبو کې ځای ولري

په ورته مهال، د چارو پوهان ځیني مسایل لکه جګړه، وچکالي، بې‌وزلي، بې‌کاري او سیاسي ستونزې هغه عوامل ګڼي چې ځوانان یې کډوالۍ ته اړ کړي دي.

د پوهنتون استاد علي‌رضا کارګر د کاري زمینې برابرول، اقتصادي وده، سیاسي ثبات، د امنیت تامینیدل، د وړتیاوو لوړول او د داسې شرایطو برابرول چې ټول له یو بل سره د یووالي حس پید کړي، هغه حل‌لارې ګڼي چې هر دولت باید د خپلو وګړو د کډوالۍ مخنیوي لپاره یې عملي کړي.

هغه ټینګار کوي: «لږ تر لږه د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره شي، څو په نسبي ډول د ځوانانو له کډوالۍ مخنیوی وشي.»

په ورته وخت کې، د هېواد د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت مسوولین هم په ناقانونه توګه بهرنيو هېوادونو ته د افغانانو تلل تاییدوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني له پژواک سره د یوې مرکې په ترڅ کې بهرنيو هېوادونو ته د افغانانو کډوالېدو او غیرقانوني تللو لاملونه، د بانکي حسابونو بندېدل او په هېواد کې پر ژوند کولو د خلکو بې‌باوري کېدلو په اړه د بهرنیو هېوادونو ناوړه تبلیغات یاد کړل.

د هغه په وینا، یاد وزارت د غیرقانوني کډوالۍ د ستونزو په اړه د پوهاوي پروګرام تر لاس لاندې لري، څو خلک د هېواد پرېښودو په ځانګړې توګه غیرقانوني کډوالۍ ته اړ نه شي.

نوموړی زیاتوي، یاد وزارت له عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو سره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړې، څو له دې لارې وړ کسانو ته مناسبه دنده برابره شي او نورو هېوادونو ته د هغوی له غیرقانوني تګه مخنیوی وشي.

له دې ټولو سره، د بادغیس ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سرپرست تورجان خادمي وایي، ځايي چارواکو په دغه ولایت کې د ځوانانو لپاره بېلابېل پروګرامونه لکه کوچنۍ سوداګري، لنډمهاله کارونه او د کارموندنې پروګرامونه برابر کړي دي.

خو هغه د ځوانانو د کډوالېدو په اړه وویل: «ایران ته د ځوانانو کډوالېدل د لېوالتیا پر اساس دی نه د جبر… د بادغیس ولایت ډېر ځوانان د کار لپاره نه ځي، بلکې بهر ته د خپلې لېوالتیا له مخې ځي، خو موږ ډېرو کسانو ته کارونه برابر کړي دي او ان‌شاالله لا ډېر برابروو.»

سرچینې څرګنده کړه چې تېر کال د یاد وزارت له لوري د ښځو په ګډون له ۳۵۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.