ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د «بایونټیک» واکسین نورو ته د کرونا ویروس د لېږد ۹۰ سلنه او د دې ناروغۍ له امله د مړینې ۹۸ سلنه مخنیوی کړی دی؛ خو د طب برخې پوهانو د دغو څېړنو پایلې رد کړې او ویلي یې دي چې د واکسین اغېزې مختلفو سیمو ته په کتو، توپیر لري.