ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طب پوهان: د کرونایي ناروغانو لپاره د «بایونټیک» واکسین اغېزې په مختلفو سیمو کې توپیر لري

طب پوهان: د کرونایي ناروغانو لپاره د «بایونټیک» واکسین اغېزې په مختلفو سیمو کې توپیر لري

author avatar
27 Aug 2022 - 15:22
طب پوهان: د کرونایي ناروغانو لپاره د «بایونټیک» واکسین اغېزې په مختلفو سیمو کې توپیر لري
author avatar
27 Aug 2022 - 15:22

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د «بایونټیک» واکسین نورو ته د کرونا ویروس د لېږد ۹۰ سلنه ‎او د دې ناروغۍ له امله د مړینې ۹۸ سلنه مخنیوی کړی دی؛ خو د طب برخې پوهانو د دغو څېړنو پایلې رد کړې او ویلي یې دي چې د واکسین اغېزې مختلفو سیمو ته په کتو، توپیر لري.

«دویچه ویله» د «بایونټیک واکسین د کرونا له امله د مړینې ۹۸ سلنه مخنیوی کوي» تر عنوان لاندې خپاره کړي مطلب کې ویلي، په اسراییلو کې ترسره شوې څېړنې د بایونټیک/ فایزر واکسین لوړ اغېزناکوالی تاییدوي.

په دغه مطلب کې ویل شوي: «اسرایلي چارواکو ویلي چې د دغه واکسین په اړه د دوی د څېړنو پر بنسټ، دوی موندلي چې بایونټیک واکسین نورو ته د ویروس ۹۰ سلنه او د کرونا له امله د مړینې ۹۸ سلنه مخنیوی کړی دی.»

همداراز «ازادي راډیو» د «په نړۍ کې د کرونا واکسیناسیون؛ فایزر بایوانټیک په اسرایلو کې ۹۹ سلنه اغېزناک دي» تر سرلیک لاندې خپاره کړي راپور کې ویلي: «په اسراییلو کې د  فایزر بایوانټیک واکسین تطبیق د کووېډ -۱۹ له امله د شدیدې ناروغۍ او له دې امله د مړینې په مخنیوي کې ۹۹ سلنه اغېزناک دي.»

سرچینه لیکي: «د اسراییلو د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې، دغه واکسین د کرونا ویروس له امله د مړینې په مخنیوي او دغه‌راز په هغو کسانو کې چې دوه دوزه واکسین یې تطبیق کړی۹۸،۹ سلنه اغېزناک دی، د کرونا د سختې ناروغۍ په مخنیوي کې ۹۹،۲ سلنه اغېزناک دی.»

راډیو فردا هم د «په اسراییل کې د فایزر واکسین د پراخه تطبیق پایلې: ۹۹ سلنه اغېز لري.» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

د دغه راپور له مخې، د اسرائیلو د طب برخې او علمي بنسټونو د هغو کسانو په اړه څېړنې کړې چې د کرونا واکسین یې تطبیق کړی او په پایله کې یې موندلې چې دغه واکسین د کرونا له امله د مړینې په ۹۹ سلنه مخنیوي کې اغېزناک دی.

په مطلب کې راغلي، په دې برخه کې د وروستیو څېړنو پایلې ښیي چې د فایزر واکسین د کرونا ناروغۍ د نښو نښانو راښکاره کېدو ۹۹،۳ سلنه مخنیوی کړی او دغه‌راز یاد واکسین کولای شي پر کرونا د احتمالي اخته کېدو ۹۱،۲ سلنه مخنیوی وکړي.

خو ډاکتران وايي، بایونټیک واکسین په بېلابېلو سیمو کې مختلف اغېز لري.

په کابل کې د انتاني روغتون ټرېنر او متخصص ډاکتر فريدالله عمري پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چې بايونټيک واکسين د کرونا له امله د مړینې ٩٨ سلنه مخه نيسي، دا د شرکت تبليغات دي.

هغه وايي، د بایونټیک واکسین په ګډون ټول واکسینونه خپل اغېز لري.

نوموړی زیاتوي، هغه څېړنې چې په بېلابېلو سیمو او هېوادونو کې د واکسینونو په اړه ترسره کېږي، ښایي بېلابېلې پایلې ولري.

هغه زياته کړه: «د واکسينونو اغېزې په بېلابېلو سيمو کې توپير لري، ښايي په يوه سيمه کې يو شان وي، خو په بله سيمه کې هېڅ اغېز ونه لري.»

سرچينې د بایونټیک واکسين په اړه د ترسره شوو څېړنو په تړاو چې ۹۸ سلنه د مړینې مخنیوی کوي، وویل: «دا هغه څېړنې دي چې دوی په خپل هېواد کې ترسره کړې، ښايي په خپل هېواد کې یې ورته سلنه اغېزې ولري، خو په نورو هېوادونو کې بیا داسې نه ده.»

ډاکتر عمري د بېلګې په ډول وايي: «د بېلګې په توګه په لومړیو کې هندي واکسين افغانستان ته راغلل؛ ټول خلک په دې نظر وو، دا واکسین چې هند موږ ته راکړی بې اغېزې دی، اغیز یې ډېر کم دی؛ په داسې حال کې چې له هغه وروسته چې څېړنې وشوې، دا واکسین تر ټولو ښه واکسین و، ځکه چې د دغه واکسین د تودوخې درجه ساتل شوې وه؛ په افغانستان کې هغه ډول یخچالونه موجود وو، په ټولو روغتیايي مرکزونو کې ترې کار اخیستل کېده او کومو خلکو چې دا واکسین اخیستی و، د هغوی لپاره یې ډېره ښه پایله درلوده.»

دغه‌راز د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان په دې اړه وايي: «دا واکسین تر اوسه افغانستان ته نه دی راغلی او موږ یې په اړه تراوسه څه نه شو ویلای.»

د هغه خبره، تر اوسه په هېواد کې څلور ډوله واکسينونه شته چې د روغتيا د نړۍوال سازمان له لوري تاييد شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د عامې روغتیا وزارت د خپلو خلکو د روغتیا لپاره تل هڅه او کار کوي، هغه واکسین چې موږ یې اوس تطبیق کوو، د روغتیا نړۍوال سازمان تایید کړي او په ټولو هېوادونو کې د تطبیق وړ دي، که بایونټیک ته اړتیا پیدا شي، په دې اړه به کار او د روغتیا نړۍوال سازمان سره به خبرې وکړو، څو په دې برخه کې رسېدنه وکړي.»

د ډاکتر زمان د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هېواد کې ۱۰ میلیونه کسانو د کرونا واکسين تطبیق کړی چې له دې ډلې، ۸ میلیونه کسانو یې دویم ځلي هم واکسین لګولی دی.

د یادونې ده چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۱۸۷زره ډېر کسان پر کرونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې تر ۷۷۵۰ ډېر کسان یې له امله مړه شوي دي.

Visits: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.