Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مایمي ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۱۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ارغنچواه ولسوالۍ کې د سروزرو یوه کان نړېدو له امله دوو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نشهیي توکو پر وړاندې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د مبارزې مدیریت مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۱۴۱ کیلوګرامه تریاکو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکوي، وايي چې په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.
ځايي مسوولین وايي چې د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او دغهراز د بامیان ولایت په مرکز کې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.
بدخشان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کران و منجان ولسوالۍ کې د ناصر خسرو بند او د ګل بېګم کلا په نومونو دوه تاریخي او طبیعي سیمې د لارو خرابوالي له امله د سیلانیانو له نظره پټې پاتې دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د «حکیم ناصر خسرو بلخي» مقبرې چې سلګونه کاله مخینه لري، د ترمیم چارې پیل شوې دي.
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت د ځانګړې لوا له لوري له پریان ولسوالۍ د بدخشان بهارک ته غځېدلی نږدې ۳۰۰ کیلومتر سړک جوړیږي او د ۵۰ کیلومتره چارې یې ترسره شوې دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اشکاشم – شغنان ولسوالیو پر لاره د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پستې ځنګلونو ساتنې او مراقبت او د ډېرو ورښتونو له امله په دغه ولایت کې د پستې ونو ډېر بار نیولی او هیلهمن دي چې ښه حاصلات راټول کړي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د دوو کلیو تر منځ ۳۲ کلنه دښمني چې ۱۵ کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه، پای ته ورسېده.
بدخشان کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار څلورمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله چاودنه شوې او یو کس یې وژلی دی.
د نږدې لس میلیون افغانیو په لګښت په بدخشان کې د اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او په فراه کې د یوې بلې د جوړولو چارې پيل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن