ژبه

پر غزه د اسرائیل تازه بریدونو کې ۵۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): د غزې روغتيايي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزه د اسرائيل بریدونو کې لږ تر لږ ۵۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۵ نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین خبري اژانس وفا د راپور له مخې، د فلسطين روغتیایي چارواکو نن ویلی چې اسرائيل په جنوبي غزه کې هوايي بريدونه کړي چې له امله یې ۵۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۵ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، اسرائيلي ځواکونو د غزې په خان‌يونس سیمه کې ځمکني عمليات هم پيل کړي دي.

د راپورونو له مخې، تر دې مهاله په غزه کې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۴۱۶۸۹ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۹۶۶۲۵ ډېر نور ټپيان شوي دي.