Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اشکاشم ولسوالۍ پر لاره د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي.
ځایي مسوولین وايي چې د بدخشان په ارغنجخواه او د ننګرهار په سرهرود ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه او درې امنیتي کسان ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د اووه کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې په روان کال کې د دغه ریاست فني او تخنیکي ټیم د بدخشان ولسوالیو ته سفر کړی او ۱۷ تاریخي ابدې او لرغونې سیمې یې پېژندلې دي.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، دوه وسلهوال چې د دغه ولایت د یفتل پایان – راغها ولسوالیو پر لویه لار یې د مسافرو د مالونو لوټولو هوډ درلود، یو کس یې له پولیسو سره نښته کې وژل شوی دی.
نن سهار شاوخوا ۶:۴۰ بجې د رېښتر په کچه ۴.۹ درجې یوې زلزلې د بدخشان ولایت ځینې برخې ولړزولې.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د یوه سړک جوړېدو چارې چې څو کلي سره نښلوي، د دې ولسوالۍ د مسوولینو په همکارۍ د خلکو له لوري پیل شوې.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او د سېلابونو د تخریباتو مخنیوي لپاره د دغه ولایت د جرم ولسوالۍ په هندوشهر سیمه کې د یوه چکډیم جوړولو چارې پیل شوې.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې تېرو اتو میاشتو کې ۱۱۶ ترافیکي پېښې ثبت شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۵ کسان مړه او ۱۹۷ نور ټپيان شوي دي.
بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپیان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن