منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۱ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

بدخشان

۲۵۱ راپورونه

راپورونه

بدخشان کې د دوو کلیو ترمنځ دُښمني پر سولې او دوستۍ بدله شوه

د بدخشان اوسېدونکې ۶۰ کلنه کامله وایي، د جمعې لمانځه ادا کولو او زکات په راټولولو کې برتري غوښتنې له امله، د دغه ولایت د دوو کلیو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه، خو په دې وروستیو کې د سیمې قومي مشرانو د منځګړیتوب په پایله کې د دواړو کلیو اوسېدونکو ترمنځ روغه شوې او د دوستۍ په فضا کې ژوند کوي. 

غړي

د سرحدونو وزارت: په لومړي ځل پامیریانو ته مخابراتي خدمات رسول کېږي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د بدخشان د پامیر سړک رغولو او دغه راز د لومړي ځل لپاره پامیر کې د یوې مخابراتي شبکې فعالولو وړاندیزونه منل شوي او د ورېښمو لارې پاتې کارونه به هم پیل شي.   

غړي

د بدخشان د یو شمېر سیمو اوسېدونکي د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي

د بدخشان د جرم، اشکاشم او شغنان ولسوالیو او ځینو نورو سیمو اوسېدونکي د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دوی د دې ستونزې هواري لپاره اقدام وکړي.

غړي

بدخشان کې د شاوخوا یوې اوونۍ عملیاتو په ترڅ کې ۴۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، په دغه ولایت کې د شاوخوا یوې اوونۍ عملیاتو په ترڅ کې ۳۸ د حکومت وسله‌وال مخالفین او درې امنیتي کسان وژل شوي او ۷۸ د حکومت وسله‌وال مخالفین نیول شوي دي.

غړي

د بدخشان هغو لسګونو کم ‎عمره کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه چې له ګاونډیو هېوادونو راایستل شوي

بدخشان کې ځايي سرچینې په روان کې کال کې له ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ کلونو د کم‎عمره ۷۵ ماشومانو راایستل کېدو خبر ورکوي او وايي چې یادو لسګونو کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه…

غړي

بدخشان کې مسوولین سختو کارونو ته د ماشومانو مخه‌کولو اندېښمن کړي

د بدخشان سیمه‌ییز مسوولین، د کم عمره ماشومانو له خوا د سختو کارونو پیلولو ته اندېښمن دي او وايي، د دغه ولایت له مرکز او څلورو ولسوالیو څخه د لومړنیو شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې ۷۷۰۰ ماشومانو دغه ډول کارونو ته مخه کړې ده.

غړي

تېرو څلورو میاشتو کې تر ۲۰زره ډېر سیلانیانو له بدخشانه لیدنه کړې

د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت د بیا غوړېدو خبر ورکوي او وایي، په تېرو څلورو میاشتو کې له ۲۰زرو ډېرو داخلي او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

غړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر بدخشان ته سفر کړی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحدي ستونزو څېړلو په موخه بدخشان ولایت ته سفر کړی، وایي چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکي د ښه کېدو په حال کې دي او اوسمهال په کابل کې ۱۵ بهرني سفارتونه خلاص دي.

نور راپورونه