د خبریالانو د ملاتړ سازمان: ایران او پاکستان کې افغان خبریالان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې په پاکستان او ایران کې لسګونه افغان خبریالان له بد وضعیت سره مخ دي، له ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو یې غوښتي دي چې ددوی د کډوالۍ قانوني بهير ته لومړيتوب ورکړي او هم ورسره اقتصادي مرستې وکړي.


