Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ایران د امریکا برید په سیمه کې یو «خطرناک بدلون» بللی او د امنیت له شورا یې غوښتي چې د جګړې درېدو لپاره بېړنی اقدام وکړي؛ روسیه پر دغه اقدام سخته نیوکه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور نقض بللی خو امریکا ویلي چې دغه برید «د ایران د بېړني ګواښ پر وړاندې اړین ځواب» و.
د امریکا د پارلمان یوه غړي ویلي چې کانګرېس ټرمپ ته پر ایران د برید اجازه نه ده ورکړې او هممهاله ایران – په داسې حال کې چې پر اسرائیل یې تازه بریدونه کړي – د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، حق لري د امریکا د «تېري» پر وړاندې ودرېږي.
د م.م سرمنشي پر ایران د امریکا پر برید د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د ترینګلتیاوو کمېدو غوښتنه کړې او د امریکا د کانګرېس ځینو غړو بیا د برید پرېکړه پر ځای خو ځینو د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې ده.
د راپورونو له مخې، د متحده ایالتونو د کلوراډو ایالت په بولډر ښار کې پر یوې غونډې د برید پایله کې شپږ کسان ټپیان شوي او شکمن کس نیول شوی دی.
د رسنیو د راپور له مخې، د المان د هامبورګ رېلګادي په یوه تمځای کې یوه کس د چاقو په ګوزارونو ۱۷ کسان ټپیان کړي او د دغه برید په تور یوه ۳۹ کلنه ښځه نیول شوې ده.
د پاکستان د دفاع وزیر وايي چې لا هم پر پاکستان د هند د برید خطر شته، خو اسلاماباد ځواب ویلو ته چمتو دی او باید خپل حق واخلي.
هند تېره شپه د پاکستان پر خاوره بریدونه کړي او اسلاماباد هم د ځوابي برید ګواښ کړی، خو له دواړو لورو ملګرو ملتونو او چین د لوړې کچې زغم او امریکا د کړکېچ د ژر پای ته رسولو غوښتنې کړې دي.
د کشمیر تر خونړي برید وروسته، د هند او پاکستان اړیکې یو ځل بیا سختې ترینګلې شوې دي؛ مودي د سخت غبرګون ګواښ کړی او اسلاماباد د ملي امنیت بېړنۍ غونډه جوړه کړې څو د هند د اقداماتو پر وړاندې د غبرګون پرېکړه وکړي.
وروسته له هغې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر ګرځندویانو برید وشو، نوي ډیلي د پاکستان پر وړاندې یو شمېر جدي اقدامات اعلان کړي؛ چې په کې د «واګه بندر» تړل، د سند د اوبو د وېش تړون ځنډول او د پاکستاني ډیپلوماټانو ایستل شامل دي.
د هند پولیسو اعلان کړی چې کشمیر کې پر ګرځندویانو د وسلهوالو کسانو په ډزو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د نورستان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د «یږ» په نوم یو وحشي ځناور پر دوو کسانو برید کړی او دواړه یې وژلي دي.
روسیې د اوکراین شمالختیځ کې پر سومي ښار توغندیز برید کړی چې په پایله کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP