منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۱ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

برید

۱۸۷ راپورونه

راپورونه

خیبر پښتونخوا کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د وسله‌والو په یوه برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. رویټرز په یوه راپور کې د سرچینو له قوله لیکلي، وسله‌والو د خیبر…

د ایران د سیستان د عدلیې پر ریاست ډله‌ییز برید؛ د بریدګرو په ګډون نهه کسان وژل شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار یو شمېر ترهګرو د دغه هېواد د بلوچستان او سیستان ولایت د عدلیې ریاست پر ودانۍ برید کړی چې په پایله کې یې د درېیو بریدکوونکو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

امنیت شورا کې پر ایران د امریکا د برید بحث؛ د م.م خبرداری، د ځینو هېوادونو نیوکې او د واشنګټن دفاع

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ایران د امریکا برید په سیمه کې یو «خطرناک بدلون» بللی او د امنیت له شورا یې غوښتي چې د جګړې درېدو لپاره بېړنی اقدام وکړي؛ روسیه پر دغه اقدام سخته نیوکه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور نقض بللی خو امریکا ویلي چې دغه برید «د ایران د بېړني ګواښ پر وړاندې اړین ځواب» و.

ډان‌بي‌یر: کانګرېس پر ایران د برید اجازه نه ‌ده ورکړې؛ تهران: د «تېري» پر وړاندې د درېدو حق لرو

د امریکا د پارلمان یوه غړي ویلي چې کانګرېس ټرمپ ته پر ایران د برید اجازه نه ‌ده ورکړې او هم‌مهاله ایران – په داسې حال کې چې پر اسرائیل یې تازه بریدونه کړي – د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، حق لري د امریکا د «تېري» پر وړاندې ودرېږي.

پر ایران د امریکا برید ته غبرګونونه

د م.م سرمنشي پر ایران د امریکا پر برید د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د ترینګلتیاوو کمېدو غوښتنه کړې او د امریکا د کانګرېس ځینو غړو بیا د برید پرېکړه پر ځای خو ځینو د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې ده.

د کشمير خونړي برید د هند او پاکستان اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي

د کشمیر تر خونړي برید وروسته، د هند او پاکستان اړیکې یو ځل بیا سختې ترینګلې شوې دي؛ مودي د سخت غبرګون ګواښ کړی او اسلام‌اباد د ملي امنیت بېړنۍ غونډه جوړه کړې څو د هند د اقداماتو پر وړاندې د غبرګون پرېکړه وکړي.

کشمیر کې برید؛ د ډيپلوماټانو په ګډون یو شمېر پاکستانیانو ته له هنده د وتلو امر شوی

وروسته له هغې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر ګرځندویانو برید وشو، نوي ‌ډیلي د پاکستان پر وړاندې یو شمېر جدي اقدامات اعلان کړي؛ چې په کې د «واګه بندر» تړل، د سند د اوبو د وېش تړون ځنډول او د پاکستاني ډیپلوماټانو ایستل شامل دي.

نور راپورونه