Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کشمير خونړي برید د هند او پاکستان اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): د کشمیر تر خونړي برید وروسته، د هند او پاکستان اړیکې یو ځل بیا سختې ترینګلې شوې دي؛ مودي د سخت غبرګون ګواښ کړی او اسلام‌اباد د ملي امنیت بېړنۍ غونډه جوړه کړې څو د هند د اقداماتو پر وړاندې د غبرګون پرېکړه وکړي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وړمه ورځ وسله‌والو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلېګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۲۶ کسان په کې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، هند دا برید پاکستان پورې تړلی، خو اسلام‌اباد هر ډول لاس لرل پکې ردوي، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او یاد برید یې د «پهلېګام جعلي عملیاتو» په نوم یاد کړی دی.

د راپورونو له مخې، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي نن یاد برید ته په غبرګون کې ګواښ کړی او ویلي یې دي: «زموږ دښمنانو زموږ پر خاوره د برید کولو جرائت کړی. غواړم دا روښانه کړم چې د دغو وژنو تر شا لاس لرونکو ترهګرو ته به د هغوی له ملاتړو سره یو ځای داسې ستره سزا ورکړو چې د دوی له تصوره به هم پورته وي.»

د ده په وینا، دا هغه «هوډ» دی چې ټول هېواد یې «پرې کلک ولاړ دی.»

نوي ډیلي د پاکستان پر وړاندې ځینې اقدامات هم اعلان کړي دي.

هند تېره ورځ له پاکستان سره خپلې پولې وتړلې، ډيپلوماټيکې اړیکې یې ورسره راکمې کړې او د اېندوس اوبو تړون یې په یو اړخیز ډول وځنډاوه؛ دا هغه تړون دی چې له ۱۹۶۰ راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ ان د جګړو پر مهال هم نافذ و.

د راپورونو له مخې، پاکستان د کشمیر پېښې اړوند د هند د اقداماتو په اړه د ملي امنیت غونډه وربللې چې مشري یې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف کوي او نور لوړپوړي پاکستاني چارواکي هم په کې ګډون لري.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه غونډه په دې موخه رابلل شوې، څو د هند له لوري د سختو اقداماتو پر وړاندې د غبرګون پرېکړه وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.