کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د کلوراډو ایالت په بولډر ښار کې پر یوې غونډې د برید پایله کې شپږ کسان ټپیان شوي او شکمن کس نیول شوی دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه غونډه په غزه کې د پاتې اسرائیلي بندیان په یاد جوړه شوې وه.
راپور کې راغلي چې یوه ۴۵ کلن سړي «د فلسطین لپاره ازادي» د نارو په وهلو سره د یادې غونډې کسانو ته اورشیندونکي بمونه ور وغورځولي چې له امله یې شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې پېښې شکمن کس د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP