Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډان‌بي‌یر: کانګرېس پر ایران د برید اجازه نه ‌ده ورکړې؛ تهران: د «تېري» پر وړاندې د درېدو حق لرو

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د امریکا د پارلمان یوه غړي ویلي چې کانګرېس ټرمپ ته پر ایران د برید اجازه نه ‌ده ورکړې او هم‌مهاله ایران – په داسې حال کې چې پر اسرائیل یې تازه بریدونه کړي – د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، حق لري د امریکا د «تېري» پر وړاندې ودرېږي.

اسرائیل د وړمې جمعې (د غبرګولي ۲۳مه) په سهار پر ایران بریدونه وکړل؛ له هماغې ورځې راهیسې تر اوسه لس ورځې کېږي چې دواړه خواوې یو پر بل هوايي او توغندیز بریدونه کوي.

امریکا هم اوس په مستقیم ډول په دې جګړه کې ښکېله شوې ده.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن اعلان وکړ چې په اصفهان، نطنز او فردو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید شوی او له دغو بریدونو وروسته یې ایران ته خبرداری ورکړ چې که سولې ته غاړه کښې نه ږدي «راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا بریدونه غندلي او دا یې د «ایران د سوله‌يیزو اټومي تأسیساتو د اصولو» نقض بللی او ویلي یې دي چې هېواد یې دا خپل حق ګڼي چې د امریکا د «نظامي تېري» پر وړاندې ودرېږي.

دغه وزارت څرګنده کړې چې د امریکا د برید پر وړاندې چوپتیا نړۍ له بې‌مخینې او پراخ خطر سره مخ کوي.

سرچینه زیاتوي: «د دغو بریدونو پر وړاندې د ژر اقدام مسوولیت د ملګرو ملتونو، امنیت شورا، د سازمان د سرمنشي، د نړۍوالې اټومي انرژۍ اژانس او نورو نړۍوالو ادارو پر غاړه دی.»

د راپورونو له مخې، د امریکا د کانګرېس ځینو غړو پر ایران د برید په اړه د ټرمپ تصمیم سم بللی خو یو شمېر نورو غړو یې بیا پر دغه تصمیم نیوکه کړې او هغه یې د متحده ایالتونو له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی دی.

ډان بي‌بر، د امریکا د کنګرې ډیموکراټ غړي ویلي چې ټرمپ د کانګرېس له اجازې پرته له ایران سره د جګړې هیڅ قانوني صلاحیت نه ‌لري. د هغه په وینا، کانګرېس ټرمپ ته د ایران پر ضد د برید اجازه نه ‌ده صادره کړې.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ له امنیت شورا د بېړنۍ ناستې او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ د دې شورا د مسوولیتونو په چوکاټ کې د لازمو اقداماتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ایران او اسرائیل د جګړې نهمه ورځ ده.

د ایران تسنیم خبري اژانس پر اسرائیل د دغه هېواد د توغندیزو بریدونو د شلم پړاو د پیل خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دغه بریدونه د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو له برید وروسته ترسره شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د ایران د برید اصلي موخې دوه ښارونه، حیفا او تل‌ابیب دي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د اسرائیل د هوايي چلند ادارې له قوله راپور ورکړی چې پر ایران د امریکا له بریدونو وروسته د اسرائیل هوايي حریم ورودي او خروجي الوتنو پر وړاندې تړل شوی او څرګنده نه ده چې دغه وضعیت به تر کله پورې دوام پیدا کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.