Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خواجه اصف: لا هم پر پاکستان د هند د برید خطر شته

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۴): د پاکستان د دفاع وزیر وايي چې لا هم پر پاکستان د هند د برید خطر شته، خو اسلام‌اباد ځواب ویلو ته چمتو دی او باید خپل حق واخلي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له جیو نیوز ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي چې هند د چهارشنبې په ورځ دوه یا درې ځلې د پاکستان پر ځینو ښارونو د برید هڅه وکړه.

د هغه په وینا، په ځینو ښارونو کې له همدې امله څراغونه مړه شول څو له احتمالي بریدونو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړې: «موږ چمتو یو، دا یو حساب او کتاب دی چې باید ترسره شي؛ څه چې هند یې ترسره کوي، نه ‌یې منو او بې‌ځوابه به یې پرې نه ږدو.»

د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشاره وویل: «هغه مسئله چې دوه اونۍ مخکې پیل شوه، تر اوسه پای ته نه ‌ده رسېدلې؛ که هند له اسنادو او دلیل وړاندې کولو پرته اقدام کوي، موږ هم ځواب ورکولو ته چمتو یو، پاکستان باید خپل حق واخلي.»

خواجه اصف په پای کې وویل: «که اوس هند ته ځواب ورکړو، منطقي لاملونه ورته لرو، خو د هند پر ښارونو به بریدونه ونه کړو.»

د روانې غويي مياشتې په دویمه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله‌والو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې لږ تر لږه ۲۶ کسان په کې ووژل او ۱۷ نور ټپیان شول.

هند دغه برید په پاکستان پورې تړلی، خو اسلام‌اباد هر ډول لاس لرل په‌کې ردوي.

د چهارشنبې په شپه هندي رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هېواد هوايي ځواک د پاکستان پر ځینو سیمو برید کړی، خو په دغو بریدونو کې ملکي وګړي او پوځي تاسیسات نه دي په نښه شوي.

خو د پاکستان چارواکو ویلي چې د هند په بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمداصف بیا وایي، پاکستاني پوځ د هند شپږ الوتکې له منځه وړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.