Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر ایران د امریکا برید ته غبرګونونه

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د م.م سرمنشي پر ایران د امریکا پر برید د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د ترینګلتیاوو کمېدو غوښتنه کړې او د امریکا د کانګرېس ځینو غړو بیا د برید پرېکړه پر ځای خو ځینو د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې ده.

اسرائیل د وړمې جمعې پر سهار (د غبرګولي ۲۳مه) پر ایران بریدونه وکړل؛ له هغه راوروسته لسمه ورځ ده چې دواړه لوري پر یو بل هوایي او توغندیز بریدونه کوي، دواړه لورو ته زیانونه او مرګ‌ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

اوس امریکا هم په مستقیم ډول په دې جګړه کې ځان ښکېل کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د ایران په اصفهان، نطنز او فردو کې پر اټومي تاسیساتو د برید خبر ورکړ او له بریدونو وروسته یې ایران ته خبرداری ورکړ چې سولې ته غاړه کېږدي کنه «راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.»

د ایران سپاه پاسداران د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته خبرداری ورکړی چې«اوس زموږ لپاره جګړه پیل شوه.»

د ایران د دولتي ټلوېزیون صدا و سیما سیاسي مرستیال بیا ویلي چې د امریکا تر بریدونو مخکې ټول اټومي مرکزونه خالي کړل شوي وو او دغو مرکزونو زیان ته نه دی اوښتی.

غبرګونونه

د امریکا د جمهوریت‌پال سناتور راجر ویکر په ګډون د کانګرېس ځینو غړو پر ایران د برید په اړه د ټرمپ پرېکړه سمه بللې ده.

راجر ویکر ویلي چې دا پرېکړه «سنجول شوې او سمه پرېکړه» ده.

خو د جمهوریت‌پال سناتور توماس ماسي په ګډون بیا د کانګرېس ځینو نورو غړو پر دې پرېکړه نیوکې کړې او دا یې له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې ده.

د کالیفورنیا یوه ډیموکراته استازې ساره جېکب ویلي، دغه بریدونه داسې پارونه ده چې امریکا به په یوې بلې بې پایه او خونړۍ جګړه کې ښکېله کړي.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش پر ایران د امریکا د بریدونو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه ویلي چې «دا په سیمه کې د ترینګلتیاوو جدي زیاتوالی او د سیمې او نړۍ امنیت ته مستقیم ګواښ دی.»

ګوټرېش زیاته کړې چې کېدای شي جګړه له کنټروله ووځي چې زیان یې ملکي وګړو، سیمې او نړۍ ته رسېږي.

هغه د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو غږ کړی چې د دغه سازمان منشور او نړۍوالو قوانینو ته په کتو ترینګلتیاوې کمې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.