Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کندهار (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې لسګونو بزګرانو ته
سمنګان کې یو شمېر بزګران وايي چې سږ کال د انجې لپاره د مناسب بازار نشتوالي او د هغې د بیې د پام وړ ټیټوالي دوی زیانمن کړي او ټینګار کوي چې د حکومت او ملي سوداګرو د نه پاملرنې په صورت کې به د دوی څو کلن زحمتونه پر اوبو لاهو شي.
جوزجان کې یو شمېر بزګران په داسې حال کې له سختې وچکالۍ اندېښنه څرګندوي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي چې د کرنې ریاست وايي، وچکالۍ د دغه ولایت ۸۰ سلنه کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی دی.
د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د سختې وچکالۍ له امله نږدې ټول للمي او ۵۰ سلنه اوبیز کښتونه وچ شوي؛ بلخوا، کروندګر او مالداران هم دغه وضعیت اندېښمن کړي او د مرستې غوښتنه کوي.
اقلیمي بدلونونو دایکنډي کې د خلکو پر کروندو ناوړه اغېز کړی؛ ځمکې وچې شوې او بزګران د ورښتونو په تمه دي، په داسې حال کې چې هره ورځ د خپلو حاصلاتو له راټولولو ناهیلي کېږي.
سرپل کې یو شمېر بزګران د حکومت له لوري د کوکنار پر کښت بندیز ته په اشاره د بدیل کښت غوښتنه کوي خو د کرنې ریاست وايي، د کرنې سیستم ښهوالي په موخه یې ښې برنامې ورمعرفي کړې دي.
د میدانوردګو، غزني، پنجشېر، اروزګان او بدخشان ولایتونو په ځینو سیمو کې واوره ورېدلې او بزګران یې اندېښمن کړي چې د کروندو او باغونو حاصلات به یې زیانمن کړي.
په غزني ولایت کې یو شمېر بزګران او بڼوال وايي چې په دغه ولایت کې پېر او پلور د افغانۍ پر ځای پر پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي چې له امله یې ډېری وخت پېرېدونکي او پلورونکي دواړه له تاوان سره مخ کېږي.
د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ ځیني بزګر وایي، سږ کال د اوبو کموالي له امله یې ډېر کرنیز ځایونه وچ او له حاصله پاتې شوي دي.
د کاپيسا یو شمېر کروندګر د دغه ولايت په ځینو ولسواليو کې د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله شکايت کوي، وايي چې کروندې يې له منځه تللې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP